د قبايلي سيمو او افغانستان ځوانانو روزنیز پروګرام پای ته ورسيد

د پاکستان او افغانستان بېرغونه

د شمالي وزيرستان هما خان محسود مشال راډيو ته وويل چې اول يې د افغانستان پحقله څرګندونې دومره ښې نه وې خو دې پروګرام د لارې ورته معلومه شوه چې رښتيا څه دې او دروغ څه دي.

اسلام اباد: په پاکستان کې د بشري حقونو يو تنظيم له اړخه د پاکستان او افغانستان ۷۰ لوستو پېغلو او ځوانانو لپاره جوړ شوی روزنیز پروګرام پای ته رسېدلی دی.

د بشري حقونو دې تنظيم – پاکستان انټرنيشنل هيومن رائټس آرګنايزېشن – د دې نهه میاشتنې روزنیز پروګرام هدف د دواړو ملکونو د سياست پحقله پوهه ورکولو سره سره د ولسونو ترمېنځ اړیکې زیاتول وو.

د دې تنظيم مشر حبيب ملک اورکزي مشال راډيو ته وويل چې له اپرېل مياشتې راهسې په دې پروګرام کې يې د پاکستان له قبايلي سيمو څخه ۵۰ او له افغانستانه ۲۰ لوستو پېغلو او ځوانانو ته په اسلام اباد کې د جرمن سفارتخانۍ په مرسته روزنه ورکړې ده.

حبیب ملک وویل چې د پاکستان د نورو سيمو د ولس پرتله د قبايلي سيمو په ولس کې د سياسي شعور کمی دی دې او د يادو سيمو خلک تر اوسه پر هغه روايتي طريقو خپل غړي ټاکي.

د حبیب ملک په وینا ، د دې پروګرام له لارې ګډونوالو ته دا وښودل شو چې په څه ډول دې خپل غړي وټاکي.

حبيب ملک اورکزی زياتوي چې په اوسني وخت کې د پاکستان او افغانستان خپل مېنځي اړيکې دومره ښې نه دي نو دې پروګرام لپاره د افغانستان څخه د ځوانانو د منتخب کولو يو مقصد دا هم و چې د دواړو ملکونو د ولسونو ترمينځه اړيکي ښې کړل شي چې په راتلونکې کې کله هم دا کسان د دواړه ملکونو په پارلمانونو کې موجود وي چې خپل مېنځي اړيکې نورې ښې کولو لپاره هڅې وکړي.

په پروګرام کې له دواړو غاړو برخه اخستونکي ځوانان وايي چې د مدني ټولنو سره سره د پاکستان او افغانستان حکومتونو له هم پکار دي چې په ولسي کچ رابطې زياتولو لپاره د داسې پروګرامونو تابيا وکړي.

د شمالي وزيرستان هما خان محسود مشال راډيو ته وويل چې اول يې د افغانستان پحقله څرګندونې دومره ښې نه وې خو دې پروګرام د لارې ورته معلومه شوه چې رښتيا څه دې او دروغ څه دي.

د افغانستان د پکتيا ولايت اوسيدونکی ډاکټر ابراهيم خان ځاځی وايي چې د دې تربېتي پروګرام له لارې نه یوازې د قبايلي سيمو له حالاتو خبر شول بلکې د پاکستان د سياست پحقله يې هم پوهه ترلاسه کړه.

د يادونې ده چې د تربيتي پروګرام دوران ګډون کونکو ته نه یوازې د سياست پحقله مالومات ورکړل شوي بلکې د پاکستان د پارلمان له غړو سره د ملاقاتونو تر څنګ قومي اسمبلۍ ته هم بیول شوي وو.