ډونلډ ټرمپ وايي ، د انټرنیټي بریدونو مخنیوی به کوي

د امريکا منتخب ولسمشر ډونلد ټرمپ د سائبر حملو پر ضد د سختو ګامونو پورته کولو ژمنه کړې.

د تير کال نومبر مياشتې ولسمشرۍ انتخاباتو راپدخوا ډونلد ټرمپ د روس لخوا د هيکنګ په اړه پوښتنو سره مخامخ دی.

تيره ورځ د استخباراتو چارواکو ټرمپ ته معلومات ورکړل چې د دوي په اند روس د امريکا په انتخاباتو کې مداخله کړې وه.

ډونلډ ټرمپ وويل خپلو کارکونکو ته يې ويلي چې د ولسمشرۍ په لومړيو نوي ورځو کې داسي پلان جوړ کړي چې د سائبر حملو مخنيوي ممکن شي.

ټرمپ وویل، پر امنیتي کړنلارو او تخنیکونو پکار ده چې ولسي کچه بحثونه ونه شي ځکه چې له دې څخه هغه کسان ګټه اخلي چې هغوی امریکا ته زیان اړوي.