نثار: پاکستان حکومت د خلکو تښتولو کې لاس نه لري

د پاکستان داخله چارو وفاقي وزير چودري نثار علي خان

د پاکستان داخله چارو وفاقي وزير چودري نثار علي خان بېګا ماښام سېنېټ غونډې ته د بې درکه کړل شویو کسانو په اړه څرګندونو کې وويل چې حکومت نه خو د خپل ولس د بې درکه کولو په پالیسۍ عمل کوي او نه به دا برداشتوي.

چودري نثار وويل چې په دې معامله کې سرکاري ادارو تحقيقات روان دي او دا به تر سره رسوي۔

د ده په وینا چې له تېرو درې نيمو کلونود حکومت په هلو ځلويوشمېر بې درکه شوي کسان بازياب کړل شوي۔

خو د داخله وزير بيان او د بشري حقونو مبارزه کونکو د بې درکې په اړه د بشري حقونو او بې درکه شویو کسانو لپاره کارکونکې امنه مسعود جنجوعه وايي چې وزير داخله لخوا ورته په تېرو درو کلونو کې د بې درکه کړل شویو کسانو په معامله پنځه منټه ورکړل شوی وو.

دا وایي داسې ښکاري چې اعلا چارواکي په دې معامله سنجیده نه دي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن مشره زهره يوسف په دې اړه وايي چې د انسانې حقونو لپاره په اواز اوچتولوداسې کسانتري تمول یا ورکول د انساني حقونو خلاف ورزي ده۔

د نوموړې په وېنا چې پاکستان هیومين رايټس کمېشن بیا بیا غوښتنه کړې چې پاکستان دي د ملګري ملتونو په زوره د تښتولو کسانو مخنیوي په کنونشن لاسليک وکړي او چې تر څو دا نه وي شوې نو دا قسمه پېښې نه شي کمېدلی۔

(( څو کلونه وړاندې د ملګري ملتونو ورکنګ ګروپپاکستان ته راغلی وو او هغوی هم دا سپارښتنې مخې ته کړي وو چې پاکستان دې په دې کنونشن لاسليک وکړي خو پاکستان تر دې دمه لا دغه تړون لاسليک کړی نه دی او دا چي وشي نو کم از کم په نړيواله سطح دا لوظ وشي چې داسې پېښې به بيا نه کېږي او که وشي نو په دې کې د ککړ کسانو پرضد به کارواياني کېږي))

د بشري حقونو فعال او شاعر پروفیسر سلمان حیدر له اسلام اباده د جمعې له شپې راهيسې لادرکه دی. د نوموړي د تښتولو زمه واري چا نه ده اخېستې. د جنورۍ پر څلورمه عاصم سعید او وقاص ګورایا او د تېر خالي په ورځ احمد رضا نصیر چې په ټولنیزو رسنیو فعاله ول، ورک دي۔

د بې درکه شویو غړیو د موندنې او راخوشېکولو لپاره د ملک په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه هم روان دي۔