د هارون باچا هنري ګړۍ پاڼې ته ښه راغلاست.
په نننۍ خپرونه کې مو له سویډن مېشتي سندرغاړي همایون صاحبزي سره خبرې کړې دي. دی وايي، په کابل کې زېږېدلی او کورنۍ یې د پکتیکا ده.
صاحبزی وايي، شاوخوا ۲۰ کاله کېږي چې په مالمو کې اوسي.
د همایون صاحبزي کورنۍ او په خپلوانو کې زیاتره خلک د سویډن په مالمو کې اوسي.
د ده په خبره، د ده مشر ماما امان الله امیري په جلال اباد کې اوسېده او له هغه یې د موسیقۍ الهام اخیستی دی.
له نوموړي سره نورې خبرې او د ده سندرې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.