سوات کې پر مورنیو ژبو د زدکړو د اهمیت په اړه ورکشاپ وشو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په سوات کې باچاخان ایجوکیشن ټرسټ په یوه تعلیمي ورکشاپ کې د سیمې استاذانو ته په مورنۍ ژبه د زدکړو د اهمیت په اړه معلومات ورکړل. د غونډې د ګډونوالو وینا وه چې د نړۍ پرمختللي هیوادونه خپلو ماشومانو ته په مورنیو ژبو زدکړې ورکوي، نو ځکه یې پوهه او قابلیت د پام وړ او لوړ وي. د ورکشاپ له لارې پر حکومت هم غږ وشو چې د پاکستان د ایین د سپارښتنو سره سم دې ماشومانو ته ویړیا معیاري تعلیم په مورنۍ ژبه کې ورکړل شي. د مشال خبریال نیاز احمدخان چې یاد ورکشاپ ته ورغلی و دا راپور یې جوړ کړی دی.