کارپوهان: چودري نثار په فرقه ییزو او مذهبي ډلو کې توپير نشي کولای

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر

د جنورۍ پر لسمه نېټه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي چې په هېواد کې دې فرقه ییز تنظیمونه د وسله والو هغو برابر نه ګڼل کیږي او باید د فرقه واریت پر بنسټ تر بنديزونو لاندی ډلو لپاره له وسله والو ډلو بېل قوانین وي.د نوموړې پر دې بیان ځېنو سیاسي غړو نیوکې هم کړې دي.

کارپوه پروفیسر ډاکټر فاروق حسنات بیا وايي، فرقه ییز او مذهبي تنظیمونه بیلا بېلې اېجنډې او مفکورې لري.

« په فرقه ییزو تنظیمونو کې زیاتره تر بندیزونو لاندې دي او ځېنو پکې نومونه بدل کړې دي. د دغو ډلو او د ځانګړو مذهبي تنظیمونو په اېجنډا کې دا فرق دی چې د جماعت اسلامي او جمعیت علما اسلام ګوندونو په څېر مذهبي جماعتونه په څرګنده د پاکستان قانون او ایین مني او خپله یوه نظریه هم لري خو بیا تر بندیزونو لاندې فرقه ییز تنظیمونه نفرت خپروي او د طالبانو او القاعده ډلو سره اړیکې لري او د طالبانو، داعش او القاعده په څېر یوه خاصه مفکوره لري.»

کارپوه او پروفیسر ډاکټر الطاف الله خان وايي، د کورنیو چارو وزیر له بیانه څرګندېږي چې نوموړی یا خو د فرقه ییزو او مذهبي ډلو ترمنځ توپیر نه پیژني او یا په پنجاب کې د وسله والو تنظیمونو په فعالیتونو پرده اچوي.

« چودري نثار دوه خبرې يو ځای کوي، په موجوده حالاتو کې لویې مسئلې فرقه واریت او ترهګري ده. عقاید بېل وي او د پاکستان چارواکي چې کومو کسانو او خبرو اړخ ته اشاره کوي، نو هغه کسان یو طرف ته تر بندیزونو لاندې دي او بیا له دوی سره ویني هم. چودري نثار وايي چې د فرقه ییزو تنظیمونو کسان له دوی سره د فرقې یا مذهبي عقیدو (پربنسټ) ګوري. د چودري نثار خبرې ټولنه په دوو فکرونو کې راولياو کېدای شي دهغه خبره به سمه وي خو د فرقه يیزو او وسله والو ډلو ترمنځ یې تقسیم غلط دی. چوهدري نثار د دې خبرې اسانولو هڅه کوي چې ګني موږ د چا خلاف عملیات نه کوو نو هغه به د وسله والو پر ځای د فرقه ییزو ډلو په فهرست کې واچوو خو دا غلطه خبره ده ځکه دوی په څه طریقه پنجاب بچ کوي. په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یو تن هم نه بخښل کېږي، هر څوک ګېر دي، نو بس هم داسې ښکاري چې په پنجاب کې دوی خپلو ملګرو له روونه ګوري او بچ کوي یې. »

کارپوه عامر رانا په یوه مقاله کې لیکلي، ریاست د خپلو دښمنانو پر وړاندی اییني، قانوني او امنیتي ګامونه پورته کوي خو چې له ریاسته دا څرګند شي چې په ولس کې د خپل دښمن د پېژندګلوی صلاحیت بېللی دی نو دا د دښمن هدف پوره کېدو په مانا ده.

عامر رانا لیکلي، د چودري نثار بیان د هغو مختلفو فرقه ییزو او نظریاتي خبروڅرګندونه کوي چې په پاکستاني ادارو او د هېواد د مشرانو په ذهنونو کې دي.

دغسی ډاکټر فاروق حسنات وايي، د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان او د مسلم لیګ (ن) ګوند مشران په پنجاب کې د هغو فرقه ییزو ډلو په اړه نرم دریځ لري چې ټولنې ته د عدم برداشت، غیر متوازن حالاتو او بې انصافې له لارې زیان رسوي.

« په پنجاب کې د فرقه ییزو تنظیمونو لپاره د پنجاب حکومت ډېر نرم دریځ لري، او د هغوی د ختمولو لپاره هسې اقدامات نه کوي، څنګه چې پکار دي. د پاکستان په ګډون ټولې نړۍ دغه فرقه ییز تنظیمونه غیر قانوني ګرځولي دي خو که هغوی له بدلو نامو سره مخي ته راځي نو بیا هم یوه خبره شوه. د پاکستان پوځ هم پنجاب حکومت ته د فرقه ییزو تنظیمونو ضد د کارروایانو کولو ویلي وو خو دوی ونکړ. پوځ په قبایلو کې تر ډېره په جسماني توګه طالبان ختم کړل خو دغه وسله وال په نظریاتي توګه د پنجاب په کلیو، لارو کوڅو کې موجود دي، نو پوځ خو یې نشې ختمولای، البته دا د صوبايي حکومت کار دی.»

د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسله وال برید وروسته د پاکستان حکومت د نیشنل ایکشن پلان په نامه قامي تګلاره جوړه کړه. پر دې تګلارې د مسلم لیګ (ن) ګوند په ګډون ټولو سیاسي ګوندونو دا اتفاق کړی و چې د هېواد دننه هرې هغې ډلې ضد به کارروایانې کېږي چې وسله وال فعالیتونه کوي او کرکه خپروي.