پرباچاخان پوهنتون بريد او باچاخاني
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مشال راډيو د ځوانانو غږ خپرونې د دې اونۍ ګډونوال چې ځان د پښتنو اتل باچاخان پيروکار بولي وايي له ترهه ګرۍ او سختدريځۍ د پښتنو نجات يوازې په دې کې دی چې پښتانه ځوانان د باچاخان د عدم تشدد فلسفه خپله کړي. له پېښوره پلوشه عباس او له جلال اباده نبي تدبير زموږ مېلمانه وو دوی وايي د پښتنو پر ځمکه ټولې اډيالوجۍ وکارول شوې خو هيڅ نتيجه يې ورنه کړه او بايد چې اوس ځوانان يوازې د باچاخان نظريه خپله او عملي کړي .
د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.