په پاكستان كې د امريكا سفير ډېوډ هېل د خزانې وفاقي وزير سېنټر اسحاق ډار سره ملاقات كړی او په تجارتي او اقتصادي اړيكو يې خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان سرکاري خبري اېجنسۍ APP لیکي چې د خالي په ورځ په خزانې وزارت كې د ملاقات پرمهال د سېنټر اسحاق ډار وينا وه چې د پاكستان حكومت د امريكا نوې انتظاميې سره دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيکو ته وده ورکول غواړي ځکه چې د دواړو ملکونو ترمينځه د تجارت او سرمايه کارۍ يو شمير موقعې موجودې دي.
د ملاقات پرمهال د امريکا سفير ډېوډ هېل وينا وه چې امريكا د پاكستان له اهمیت څخه خبره ده او په پاكستان كې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كولو لپاره به امريکايي سرمايه كارو ته سپارښتنه کوي.
په اسلام اباد کې د نړيوال اسلامي پوهنتون استاذ او د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر معراج الحق وايي چې پاکستان د امريکا سره ډيرې ژورې اقتصادي اړيکې لري او د نوي صدر راتللو ورسته د پاکستان دا کوشش دې چې ياد ملک سره خپل تجارتي او اقتصادي تعلقات ښه وساتي.
خو کارپوه ډاکټر رسول بخش رييس مشال رېډيو ته وویل چې د ډونلډ ټرمپ د خبرو نه داسې ښکاري چې پر پاکستان به مرستې کمې کړي.
د نوموړي په وينا چې ډونلډ ټرمپ په واضحه توګه ويلي دي چې خپله ټوله توجو به د امريکا ګټو ته ورکوي خو پاکستان به هم خپلې هسې جاري ساتي چې د امريکا لخوا ورته ترلاسه کيدونکي امداد کې کمی ونکړل شي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيوو کې کانګرس د پاکستان لپاره امريکايي مالي مرستې د ترهګرۍ په وړاندې د سم او صادقانه کار سره مشروطې کړې وې.
دا دې هم ياده وي چې ډونلډ ټرمپ پخوا په خپلو بيانونو کې پاکستان د امريکا ملګری نه و بللی او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې يې د اسلام اباد پر کار نيوکې کړې وي خو په دې وروستيو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خبره وزيراعظم نوازشريف، ډونالډ ټرمپ ته د مبارکۍ ټيليفون کړی و او خبرو پر مهال ښاغلي ټرمپ د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان کار وستايه.