"بند شناختي کارډونه د پښتنو پر سرشمېرنه منفي اغېز کوي"

په پاکستان کې پښتانه مشران او سياسي فعالان د بندو شناختي کارډونو پر ضد احتجاج کوي

په پاکستان کې ۱۹ کاله وروسته د مارچ پر ۱۵مه نېټه په داسې حال کې سرشمېرنه پېلېږي چې د لکونو کسانو پېژند پاڼې (شناختي کارډونه) بند دي چې زياتره يې پښتانه دي. په دې حالت کې دوی نه نشي کولای چې ځان او د کورنۍ غړي په دې پروسه کې ثبت کړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان تېره مياشت ويلي و چې په تيرو درو کلونو کې يې د شاوخوا څلور نيم لکه کسانو شناختي کارډونه بند کړي دي. د شناختي کارډ جوړولو قامي ادارې ((نادرا)) په وينا دا شناختي کارډونه بهرملکيانو ته ورکړل شوي وو چې اوس دوی بند کړي او د پاکستان د لازمو اسنادو په وړاندې کولو سره به يې بېرته ور خلاص کړي. خو د بند کړل شوو شناختي کارډونو څښتنان دا تورونه ردوي. په دې لړ کې سياسي ګوندونو او عامو پښتنو د کوټې او پېښور په شمول په يو شمېر ښارونو کې احتجاجي مظاهرې کړي خو تر اوسه يې ستونزه نه ده حل شوې. په سېنېټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازی عثمان خان کاکړ وايي، په بند کړل شويو شناختي کارډونو کې څلور لکه د پښتنو دي.

د پاکستان په سېنېټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازی عثمان خان کاکړ

په بند کړل شويو شناختي کارډونو کې څلور لکه د پښتنو دي

نوموړی وايي چې د سېنېټ، قومي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ په زياتره غونډو کې يې د شناختي کارډ موضوع راپورته کړې او اوس مشوره کوي چې د دې کار لپاره د سپريم کورټ ور وټکوي. نوموړی وايي، ټول اړين اسناد يې يو ځای کړي خو بيا يې هم نادرا نه مني. د نوموړي په وينا له پښتنو سره توپيري چلند کيږي او په خپل هېواد کې د پردي په سترګه ورته کتل کيږي.

له پښتنو سره توپيري چلند کيږي او په خپل هېواد کې د پردي په سترګه ورته کتل کيږي

د پاکستان سپريم کورټ هم تېره اوونۍ د بندو شناختي کارډونو په اړه نوټس اخستی و او د نادرا چارواکو ته يې د سپيناوي امر کړی و. د پښتنو د سياسي ګوندونو مشران وايي چې د شناختي کارډونو بندېدل به د پښتنو پر سرشمېرنه منفي اغېز وکړي او د دوی شمېر به ډېر کم وښيي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان

پاکستاني رسنيو پښتانه له پامه غورځولي او د دوی ستونزو ته پوښښ نه ورکوي

د پاکستان عوامي نېشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان وايي چې دوی هم پر هر دريځ غږ پورته کړی خو نادرا پښتون ته د پاکستاني په سترګه نه ګوري. نوموړي زياته کړه، بل پلو پاکستاني رسنيو پښتانه له پامه غورځولي او د دوی ستونزو ته پوښښ نه ورکوي چې له کبله يې پښتانه همهغسي خوار و زار ګرځي.

په پاکستان کې د وسايلو او قومي و صوبايي اسمبلۍ د چوکيو وېش، د بېلا بېلو ژبو د ويونکو شمېر او د دا ډول نورو چارو پريکړې د سرشمېرنې پر بنسټ کېږي. په پاکستان کې په ۱۹۵۱م، ۱۹۶۱م، ۱۹۷۲م، ۱۹۸۱م او ۱۹۹۸م کلونو کې سر شمېرنې شوي دي. د پاکستان د شمارياتو ادارې له مخې په ۱۹۹۸م کال کې د پاکستان ټول نفوس څه باندې (۱۳ کروړه و) ۱۳۰ مليونه و خو اټکل کيږي چې دا شمېر اوس د (۲۰ کروړه) ۲۰۰ مليونه په شاوخوا کې دی.