د یوې ژوبلې وزیرستانۍ شپنې دردونکې کیسه

شپنه امیده په روغتون کې تر درملنې لاندې ده

نهه کلنه امیده به ښايي بیا هېڅکله د وزیرستان په غرونو او شېلو کې د رمې تر شا منډه ونه کړي، ځکه چې د ماین یوې چاودنې یې پښې ژوبلې کړلې.

امیده یوه شپنه وه او د نن نه نهه کاله وړاندې یې د جنوبي وزیرستان د کوټکي « څپران » کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې وې. پلار یې مصطفی نظرخېل محسود د نورو قبایلي وګړو په شان د نادارۍ ژوند درلود ځکه خو نو لور یې په ډېر کم عمر کې د رمې پیولو ته وویستله.

خو د تېر خالي په ورځ د ماین چاودېدو یوې ناځوانې پېښې د وزیرستان دغه وړکۍ غرنۍ شپونکۍ په خپلو وینو کې ولمبوله. امېده اوس د ډېره اسماعیل خان په یو روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

په هغو انځورونو کې چې د مشال راډیو خبریال سیلاب محسود ویستلي لیدل کېږي چې امیده پر یوه چپرکټ پرته ده، سور کمیس یې په ځان او سره لوپټه یې د غاړې او له سر نه تاوه ده، پر دواړو پښو یې سپین پلاسترونه لګېدلي دي، پلار او د کورنۍ ځینې نور غړي یې په خوا کې ولاړ دي.

هغه مشال راډیو ته خپله کیسه داسې کوي:

« غره ته مې اوزې پیولې وې، ما ته پته ونه لګېده، په ماین ور وختم ماین وچاودېده.دواړه پښې مې زخمي شوې، اوس سې هسپتال ته راوستې یم، ډاکټران وايي چې پښه مې پرېکوي. »

امیده که دا غم لري چې بیا به هېڅکله په رمې پسې منډې ونه وهلی شي، نو پلار یې مصطفی بیا دا غم ژاړي چې لور یې اوس ټول عمر لپاره په کور شوه، د رمې سنبالښت به څوک کوي؟

« نه پوځ او نه پوليټیکلۍ مې پوښته کړې او نه یې مرستې راکړې دي، زما بچۍ خو اوس د هرشي نه ووتله، دا خو به اوس ټول عمر په کور پرته وي، د دې ټول عمر تبا شولو. »

د ډېره اسماعیل خان یو ډاکټر فریدالله محسود مشال راډیو ته وویل، دوی پوهیږي چې نجلۍ د یوې نادارې کورنۍ سره تړاو لري او پلار یې د درملنې وس نه لري، نو ډاکټرانو پتیلې چې ویړیا درملنه به یې ترسره کړي، خو نوموړی ډاریږي چې نجلۍ به خپله یوه پښه وبایلي.

شپنه امېده په داسې حال کې پر ماین الوځي چې د پاکستان پوځ وايي په قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول وزیرستانونو کې یې امنیت پر ځای کړی او ماینونه شنډ کړي دي. خو راپورونه وايي یوازې په جنوبي وزیرستان کې ۲۲ کسان چې ماشومان او مېرمنې هم پکې شامل دي او همدا رنګه سلګونه څېرلي او څاروي پر ماینونو ختلي دي.