پاکستاني پوځ: حافظ سعيد مو د ملي ګټو له مخې نظر بند کړی

د جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعيد د دوشنبې په ورځ نظر بنده کړل شوی وو او د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان خبریالانو ته ويلي وو چې دا ګام يې د ملګرو ملتونو لخوا جماعت الدعوه د ترهګرې ډلې ګرځولو وروسته اخستی دی.

د پاکستان پوځ ويلي ، د حافظ سعيد نظربندي د دوی د پاليسۍ برخه ده او دا کار يې د ملي ګټو په ترڅ کې کړی دی.

د جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعيد د دوشنبې په ورځ نظر بنده کړل شوی وو او د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان خبریالانو ته ويلي وو چې دا ګام يې د ملګرو ملتونو لخوا جماعت الدعوه د ترهګرې ډلې ګرځولو وروسته اخستی دی.

د پوځ د عامه اړيکو وياند مېجر جنرل اصف غفور د سېشنبې مازیګر په راولپنډې کې مطبوعاتو ته د معلوماتو ورکولو پر وخت وويل چې په قبایلي سیمو کې د وسله والو ټول پټن ځایونه ختم کړل شوي دي او ۸۴ فیصده کډوال خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

د نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړي او د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښمن دی.

نوموړي د هند په اړه وويل چې پاکستان له هيچا سره جنګ نه غواړي او ټولې معاملې د مذاکراتو له لارې هوارول غواړي خو که د هند لخوا څه اقدام تر سره کیږي نو پاکستان خپل ځواب ورکولای شي.

جنرال اصف غفور يو ځل بيا دا تور رد کړ چې ګواکې د افغانستان په نا امنيو کې د پاکستان لاس دی.

ده تور پوې کړ چې ځينې قوتونه نه غواړي د اسلام اباد او کابل تعلقات ښه وي.

د قبايلي سيمو د بې کوره کړل شويو په اړه نوموړي وويل چې ۴۰ فيصده خلک کورونو ته ستانه شوي دي.

د کراچۍ عملياتو په اړه جنرال اصف غفور وويل، رېنجرز ځواکونو نهه زره چاپې وهلي او په ښار کې ۹۰ فيصده امنيت پر ځای کړی دی.

ددې ترڅنګ دمارچ له پنځلسمې د پيليدونکې سرشمېرنې په اړه نوموړي وويل چې د پوځ دوه لاکه عسکر به د ولسي چارواکو مرسته کوي.