داعش زابل کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغانستان د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سیمو کې داعش او نورو بهرنیو وسلهوالو ډلو د روزنې مرکزونه جوړ کړي.
د زابل امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی وايي چې د دغه ولایت لیرو پرتو غرنیو سیمو کې داعش او نورو وسلهوالو ډلو مرکزونه جوړ کړي او په دغو مرکزونو کې نویو ځوانانو ته جنګي روزنه ورکوي څو راتلونکي کې د جګړې لپاره کار ځینې واخلي.
ویډیو: محمدصادق رښتني، ایډیت: تمیم اخګر