د نورستان په برګېمټال ولسوالۍ کې د واورو ښوېدو په پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو شمېر ۸۴ تنو ته ورسېدلو.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د دوشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل تراوسه د پېښې له ځایه ۵۷ مړي او ۲۷ ټپیان را-اېستل شوي دي.
نوموړي وویل دوی سېمې ته د هوا له لارې یوه اندازه مرستې رسولې او د نورو مرستو رسولو هڅې روانې دي. د نورستان او یوشمېر نور سیمو دولتي چارواکي هم برګېمټال ته رسېدلي دي.