'فاټا دې ژر تر ژره له خیبر پښتونخوا سره وتړل شي'
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ګل په ورځ د فاټا اصلاحاتو د عملي کولو په اړه جرګه په کنونشن سنټر کې وشوه چې پکې اوسنیو او پخوانيو پارلېماني استازیو، فاټا سياسي اتحاد، قبايلي مشرانو، د فاټا وکيلانو او له زده کوونکیو سره سره يو شمېر مېرمنو برخه واخېسته.
د جرګې برخوالو د پاکستان وفاقي حکومت ته دړکه ورکړې که فاټا اصلاحات عملي نه کړل شول نو د مارچ پر دولسمه نېټه به د پلازمېنې پر لور احتجاجي لاریون کوي او غوښتنه يې وکړه چې فاټا دې ژر تر ژره په خېبرپښتونخوا کې ګډه کړي.
د مشال راډيو خبریال محمد عمران ویډيو