خوار خټک ته ګوره چې نظمونه په اوبو ليکي!

لیکوال نور بادشاه یوسفزی

که څه هم زما عمر او علم دومره نه دی چې زه د اجمل خټک په شاعرۍ، ژوند او سيآست علمي او تحقيقي ليکنه وکړم خو زما په ژوند کې اجمل خټک لومړی سړی دی چې زما ژوند يې بدل کړی دی.

د هغه کتاب او شاعرۍ زه دې ته اړ کړی يم چې هر څه ته فکر وکړم، تاريخ مطالعه کړم، پښتانه او د پښتنو تاريخ وګورم.

په لنډو ټکیو چې د اجمل خټک کتاب زما په ژوند کې انقلاب راوستی وو.

زه به چې کله هم له کلي بازار ته ولاړم نو که څومره ضروري کار به مې هم لرلو خو تر ټولو اول به د کتابونو دوکان ته ورتلم چې ځان ته ترې د کيسو کوم کتاب واخلم.

يو ځل مې دا " دا زه پاګل وم " په نوم کتاب په نظر شو، زړه مې پرې وراغی. کتاب مې رواخېستلو، په ټوله لار مې تادي وه چې کور ته به څه وخت رسم چې دا کتاب ولولم. کله چې کور ته ورسېدلم نو دا زما عادت وو چې کتاب به مې په يو ځای لوستلو که هر څومره وخت به يې اخېستلو.

دا کتاب مې چې کله ختم کړ نو په ذهن کې مې د فکرونو توپان راغی، ما اجمل خټک هېڅ نه پيژندلو ځکه چې په شپږم جمات کې وم او زموږ د تعليمي نصاب په اړه خو هر چاته مالومه ده.

اجمل خټک " دا زه پاګل وم " کې ليکي:د اهاړ ګرمي ده. د خښتو او سېمټو حوالات باندې لمر لګېږي او دننه هم لمر راننوځي، تنور یې ترېجوړ کړی دی او د پآسه پرې دا خبره لا بېله چې لکه مخکې مې ووې دا فیصله مې کړې وه چې نه به اوبه څښم او نه به روټۍ خورم. نو تاسو خپله اندازه وکړئ چې يو خوا د ګرمۍ دا حال وي او بل خوا سړی اوبه هم نه څښي او ورسره کمزوری شوی هم دومره وي چې د هډوکو پنجره وي نو د هغه به څه حال وي.

غرمه حوالات دننه سور اور شوی دی او زه تندې داسې اخېستی يم چې ځيګر مې سوی دی؛ له هغه هم د ساه سره لوګي راوځي. ژبه مې ازغي ازغي ده او حلق مې وچ دی. پروت يم له بدې ورځې اړخ نه شم بدلولی.

ماغزه مې چکرونه هم خوري او چوي هم. کله مې کپرۍ کښې سيلۍ راشي، شغهار پکې جوړ شي، کله پکې شپېلۍ ووهل شي، په ځيګر، مغزو او کولمو کې مې عجيبه تماشه جوړه ده او زه اېغ نېغ پروت يم ځان ته مې فکر دی.

په دې کې څه وينم چې ځان راته څه بل بل شان غوندې ښکار ښو. وايم چې ساعت په ساعت ورکوټی کېږم. چې ځان ته مې ښه فکر وکړو نو رښتيا راغونډېږم. د ځان په تماشه شوم. لوږه، تنده رانه هېره شوه او چې څومره وخت تېرېږى زه ورکوټی کېږم. کېده کېده چې وړوکی کېدم، وړوکی کېدم، وړوکی کېدم، ان چې د ماشي هومره شوم او چې لږ ساعت نور تېر شو نو ولاړم ورک شوم.هلته زه ورک شوم او دلته ناڅاپه څه وينم چې زه يم او تر ماکشره خور مې ده، له ما سره لاسو کې شوملې دى او له هغې سره ډوډۍ ده. دواړه پلار پسې ډوډۍ مېرې ته وړو.

زما عمر لس کاله دی او د هغې اته يا نهه. روان يو، سخته ګرمي ده، خشکه مېره ده او لوى مزل دی. چې څه مزل ولاړو نو خور مې ستړې شوه او په ژړا شوه. راته یې وې چې "دادا ګُله! پښې مې سوځي، زه نوره نه شم تلی." ما وې "راځه دغه نزدې ونې ته ورسو، هلته به دمه وکړو". چې ونې ته ورسېدو نو څه ګورو چې د جان باز ماما يو پمن غوندې خر ولاړ دی. ما خور ته ووې "خورې! زه پر دې خره سورېږم، ګورم که ورانی نه کوي نو بيا پرې دواړه سورېږو او پلار ته ځان رسوو."

خور مې راضي شوه خو چې زه پر خره سور شوم نو خر دوه خپلې کړې، دوه پردۍ او په پويه شو. زه حېران شوم چې اوس به څه چل کېږى. چغه مې له خولې واېسته خو چې ګورم نو زه ماشوم نه يم او تر ما لاندې خر نه دی، زه زلمی شوی يم او رالاندې ښه تازى آس دی او ښه په مزه روان دی مزل کوي.

اوس مزل هم د اکوړى په هغه مېره کې نه دی، يوه سره اهاړا صحرا ده چې تشې غنې، پلوڅې، کيکر، زوزان او کنجه غرکى دي پکې، خو مخامخ چې ګورم نو تک شين غر ښکاري او دآسې معلومېږي چې کشمير دی يا جنت. چې ساعت تېرېږى او څومره غر رانزدې کېږى د غره شينکی، يخه هوا، ښکلې درې او ښايست راڅرګندېږي نو دومره آس هم اړتاوک خلاص دی او زما زړه هم وايي چې مارغه شوی وی او په يوه شغ ورسېدلی وی، چې په يخو اوبو مې ځيګر يخ کړی او په خوږو مېوو مې ځان ښه موړ کړی وی.

آس په خپل چال روان دی، زما زړه ته نه ګورى. دې کې چې ما دغه خوا ته په ځير ځير وکتل نو د يوه غره په څوکه مې هم هغه خور ولاړه ده، ما ته زر زر اشارتونه کوي؛ لکه چې د څه خوشالۍ څيز لپاره مې غواړي. دې زما تلوسه نوره هم زياته کړه. آس که هر څومره ډېر زيات تېز روان دی خو بيا هم زما د زړه تر رفتار سست دی. ما ډېرې پوندې ورکړې او آس غريب تېز هم شو ولې زما زړه یې يخ نه کړو.

زه وايم چې د سترګو په رپ کې دغلته ورسېدلی وی. اخر ډېر ساعت پس د غره لمنې ته ورسېدم. د غره لمن نه ده د جنت د باغ ټوټه ده. هر قسمه مېوې، غټې غټې، تازه تازه په بوټو کې دآسې بلها اوېزاندې وې چې بوټى یې رامات کړى وو او د يخو اوبو خوږې چينې روانې وې. زړه مې وې چې ورکوز شوی او ځان مې ښه موړ او سېراب کړی وی، خو چې خور ته ګورم هغه راته داسې اشارتونه کوي لکه چې د جهان نعمتونه دغلته کې وي.

زه په آس سور د غره سر ته ورخېژم ولې چارچاپېره مېوو، يخو سورو او خوږو اوبو ته نيم نه پاتې کېږم.پهدې کې خدای کول چې د غره سر ته ورسېدم. څه ګورم چې نه مې خور شته او نه بل څوک. هلته د کاکا صاحب زيارت دی او يو ماشکى ولاړ دی يو يو کنډول اوبه هر چا ته ورکوى. چې زه یې وليدم نو نورو خلقو ته یې ووې تاسو صبر وکړئ او ما ته یې يو ډک کنډول د يخو اوبو راوړاندې کړو. ما هم نور څه نه دى کتلى خو سترګې مې پټې کړې دى او شونډې مې په کنډول ايښې دى. چې ښه مې پرې زړه يخ کړی دی او ځيګر مې سوړ شوی دی نو د خداى شکر مې ويستی دی.

خو سترګې چې مې غړولې دى او ګورم نو نه زيارت شته، نه ماشکى شته، نه د هغه کنډول شته، نه زما آس شته، نه هغه شين له مېوو ډک غر شته، نه د اوبو چينې شته، نه يخ سورى... هم هغه سور تنور حوالات دی، زه پروت يم، پنځه شپږ سپايان رانه چاپېره ولاړ دى او يو تاڼېدار (خدای دې یې خوشال او عزتمند ساتي) ناست دی، ما ته یې خوله کې يو ګلاس شربت دی که دارو دى، که يخې پۍ دى، راړولى دى او بل ګلاس یې ډک کړی دی هغه راته راکوى. چې ما سترګې پرانستې د هغه له خولې ووتل "شکر دی هلکو! لر شئ چې باد پرې ولګى" او "هله فلانکى! پکی ورته زر زر ووهه."

ما چې دا حالت وليدو نو حېران شوم او په چغو سر شوم. ما وې غرق دې کړم، دا ګلاس دی...، تباه دې کړم، زما دنيا دې ورانه کړه، هر څه دې راته تالا کړل... څه شو... څه شو... څه شو... هغه باغونه، هغه يخې اوبه، يخ سېوری، هغه مېوې، هغه آس مې، هغه... هغه... هغه... څه شو؟؟؟ لر شئ، لر شئ، تاسو زه تباه کړم، له ما مو هر څه وتښتول... لر شئ... لر شئ.تاڼېدار ما ته په سر د آسپې لاس راښکلو، وې "خان هېڅ مو درنه نه دى تښتولى، ها واخله دا يو ګلاس بل وڅښه چې طبيعت دې ټيک شى." ما وې "نه څښم، دا نه څښم، لر شئ... ما ته هغه د زيارت د ماشکى اوبه راوړئ. ما ته خپل آس راولئ. ما هغه ځائی ته بيا بوځئ". ما دا شور جوړ کړی وه. تاڼېدار زه يخ سېورى ته کړم او څادر یې راباندې واچولو، سپايانو ته یې وويل "دې پرېږدئ چې لږ ارام وکړى".

نور بحث او خبرې به پرېږدو خو نن ماته دا سوال پيدا کېږي چې ايا اجمل خټک د پښتنو د پاره دومره سختې او تکليفونو تير کړي هغه ته څه ګټه ترې ورسيده؟ د هغه دومره سختې او تکليفونه ولې ناکامه شو؟ خټک چې چاته دومره شعرونو ترانې وئيلې هغې ولې دې قام اثر ونکړو؟ خټک خو دار منلی وو، زندان يې منلی وه، يخ ګرم، وچه لمده منلې وه، خو په بدل کې ورته څه ترلآسه شو؟ هيڅ هم نه ځکه چې اجمل پيدا په يو دآسې قام کې وو. چې تل خپل اتلان هيره وي، سپکوي. خو زما د پاره اجمل خټک يو غر دی، يو ګورو او اتل دی، خټک يو لارښود دی، د اجمل خټک شعرونه د ټولنې عکآسي او د جذبات رپارولو دوا ده. که ظالم مې ژبه غوڅه کړه تيره شوه توره څومره چې تيره شوه لا خوږه شوه وس که نر وي نو غوږونه دې خپل پرې کړي چې زما نغمه سړه نه شوله سره شوه.

یادګېرنه: نوربادشاه يوسفزی خپلواک لیکوال دی

د هغه لیکنې د نوموړي خپل اند او فکر دی مشال راډيو ورسره هېڅ سروکار نه لري.

د لیکوال ټویټر: @Yousafziaan