په داسې حال کې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا پر ضد خبرې کړي دي،امریکا ایران ته خبرداری ورکړی چې باید محتاط اوسي.
د جمعې په ورځ د ایران انقلاب د ورځې په مناسبت راغونډ شویو په ملینونو خلکو ته د ایران ولسمشر وویل چې د امریکا د جګړیزو پالیسیو مقابله به کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د دغو خبرو په غبرګون کې وویل چې حسن روحاني باید محتاط اوسي.
تر دې وړاندې د فرورۍ په دویمه نېټه هم ولسمشر ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی وو او د بالیسټیک توغندي د ازموینې په ځواب کې يې ورباندې نوي بندیزونه لګولي وو.