په سوات کې ناموسي وژنې زیاتې شوي

د ارشیف انځور

د سوات پوليسو د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وويل چې په تېرو درېوو ورځو کې درې مېرمنې چې دوو په کې بچي هم درلودل د سوات په مټه کې د غيرت په نامه وژل شوي دي.

خو په سوات کې د مېرمنو حقونو لپاره مبارزه کونکې يوه ټولنه بيا وايي چې په تېرو څلويښتو ورځو کې اته مېرمنې د غېرت په نامه وژل شوي او درېوو مېرمنو بيا په زهرو خوړو سره ځانونه وژلي کوم چې د دوی په فکر هم د غیرت رت په نامه وژنې دي.

د اوېکنېنګ « بیدارۍ » په نامه د دغې ټولنې مشر عرفان حسېن بابک د اتوار په ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه:

« د دې پېښو زياتېدو لويه وجه د پوليسو کمزوري ده. بايد داسې قوانين جوړ کړل شي چې له مخې يې د غیرت په نامه وژونکیو ته ضرور سخته سزا ورکړل شي. »

همداراز څرګندونې په سوات کې مېرمنو ته د انصاف ورکولو لپاره د جوړې جرګې مشره تبسم عدنان هم کوي او وايي د پاکستان عدالتي نظام کې ولس ته پر وخت انصاف نه ورکړل کيږي:

« د حکومت زمه واري جوړيږي چې کوم خلک د غیرت په نامه وژنو کې ککړ وي هغوی ته سزا ورکړي. دلته په عدالتي نظام کې نيمګړتياوې دي چې له وجې يې فصلې د ځنډ ښکار دي، ملزمان په ضمانت خوشې کيږي او د ثبوتونو د نېشتوالي له کبله مقدمې هم سرته نه رسيږي. »

بل پلو، د سوات پوليسو مشر ډي پي او محمد اعجازخان بيا د اتوار پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې په سوات کې د غېرت په نامه د مېرمنو مخ په زياتېدو وژنو دوی اندېښمن کړي خو د ده په خبره ولس له دوی سره همکاري نه کوي او بله دا چې کوم تن خپله لور خور د غېرت په نوم ووژني نو د کورنۍ نور غړي يې معاف کړي او دارنګ دغه تن له سزا بچ شي.

مشال راډيو په وار وار هڅه وکړه چې د غيرت په نامه د يادو دوو وژلو شویو مېرمنو له کورنېو سره خبري وکړي خو هغوی له خبرو کولو ډډه وکړه.