پېښور: ځانمرګي برید یو کس وژلی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دوشنبې ورځ ماسپښین د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر موټرسایکل سپاره یوه ځانوژونکي بریدګر پر یوه سرکاري ګاډي چې قاضیان (ججان) پکې سپاره ول خپلځان چولی. په پېښه کې د ګاډي ډرایور وژل شوی او د درو ښځو په ګډون پنځه تنه ژوبل دي. پولیس چارواکي وايي، په دغو ژوبلو کې یې څلور قاضیان یا جوډیشل مجیسټرېټان دي. د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني وايي په پېښور کې برید دوی کړی دی.