د تورخم لارې تړلو خلکو ته ستونزې اړولې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پر تورخم دروازه افغانستان او پاکستان تلونکي وګړي شکایت کوي چې د لارې له تړلو سره یې ناروغان سخت کړېږي. پر تورخم ایسار ډرایوران وايي چې په ټرکونو کې یې مېوې او سبزي بار کړي دي که یې پر وخت و نه رسول نو د ورستېدو او خرابېدو خطره یې ده. د تورخم پولیټیکل تحصیلدار شمس الاسلام مشال راډيو ته وویل دوی پېګا شپه خوا وشا لس بجې د وفاقي حکومت په امر د امنیت په خاطر د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده او دغه ګام یې د د چارشنبې ورځ ناوخته د سیند سېوڼ شریف د پيښې او په دا وروستیو کې د ملک په بېلا بېلو برخو کې د پرله پسې بریدونو وروستو اخېستی دی. دوی وايي د تورخم دروازه به تر نامعلومه وخته پورې بنده وي.
چارواکي وایی نن د جمعې سهار په تورخم کې د کسټم دفترونه هم تړل شوي دي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزټ مالونو او امپورټ ایکسپورټ کار هم په عارضۍ توګه ځنډول شوی دی. د پولې دواړو غاړو ته مال وړونکي ګاډي ودرول شوي دي.
له خیبره د فرهاد شینواري ویډيو