حېدر هوتي له مشال راډیو سره په مرکه کي ووېل په تورخم اوچمن تګ راتګ ودرول به د دواړو هېوادونو لپاره د ګټې په ځای تاوان وکړي. (( پر دې لارو لکونه خلک ځي راځي او زرګونه پري تجارت کوي. دا لارې به تر کومې پورې بندې وساتي؟ څو ورځې به پولې بندې وي خو بيا به خلاصې شي. د دې مسلې د حل لپاره بايد کابل او اسلام اباد د باور په زياتولو کار وکړي. ترهګرۍ ختمولو لپاره دې دواړه صادقانه کار وکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ پاکستان کې څلور بريدونه وشول. پاکستان د دې بريدونو لپاره هغه پاکستاني طالبان زمه واري بولي چې د دوی په وينا افغانستان کې اوسيږي. کابل دا تورونه بې بنياده بولي او وايي دوی خپله د پاکستان مېشته ترهګرو قرباني دي.
د قامي وطن ګوند مشر آقتاب احمد خان شېرپاو پر پاکستان نيوکې کوي او وايي چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره جوړه شوې د ترهګرۍ ضد تګ لاره نیوکې کوي او وايي خپله د پاکستان د امنیتي چارو سلاکار د امنیت په اړه په یو تازه غونډه کي دا خبره منلې ده چې په نېشنل ایکشن پلان سم عمل نه دی شوی. شيرپاو مشال ريډيو ته وويل: ((ترڅو چې امن نه وي نو نه دلته پرمختګ کېدای شي او نه به بهرنۍ پانګونه وشي. هغه بله ورځ موږ د امنیت په اړه په یوه غونډه کي ناست وو نو زموږ د امنيتي چارو لپاره سلاکار هم دا خبره ومنله چې ترهګرۍ ضد نېشنل ایکشن پلان په سمه توګه عملي کولو کې نه يو بريالي شوي.))
په قامي ايکشن پلان کې د ترهګرو ډلو پر ضد د بې توپيره عمل خبره شوې خو ډير څيړونکي او ځيني سياستوال وايي پاکستان داسې نه دې کړي خو پاکستاني چارواکي دا نه مني. د خالي په ورځ په پېښور پریس کلب تر خبري کانفرنس وروسته د پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف يو سلاکار، امیر مقام مشال ريډيو ته وويل چې حکومت د ترهګرۍ ځپلو کلکه اراده لري. هغه زياته کړه چې ترهګرو ته سزا ورکولو لپاره د پوځي عدالتونو ملاتړ کوي.
د تورخم او چمن لارو بندول د افغانستان او پاکستان اقتصاد لپاره ښه کار نه دی. ترهګر په ګڼو نورو لارو تګ راتګ کولی شي
نوموړي که څه هم پاکستان کې د بريدونو پړه په ګاونډيوو هيوادونو واچوله خو زياته يې کړه: ((ترهګر څه په هوانه راځي بلکه په هیواد دننه داسې خلک شته چې دوی ته سهولتونه برابروي. د ترهګرۍ ختمولو لپاره پوځي عدالتونه ضروري دي او پکار ده چې سياسي ګوندونه پر دې مسله اختلافات ختم کړي.))
پوځي عدالتونه د پاکستان د قامي ايکشن پلان برخه وه. مياشت مخکې يې وخت ختم شو. اپوزيشن ګوندونه او بشري حقونو ځينې ادارې وايي پوځي عدالتونو کې له انساني حقونو څخه د سرغړونو وېره ده نو ځکه يې د رامنځته کولو پر ځای حکومت موجوده عدالتي سيستم قوي کړي.
ويډيو: د تورخم لارې تړلو خلکو ته ستونزې اړولې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.