څه موده وړاندې مرکزي حکومت په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره یوه کمېټۍ ګمارلې وه، د هغې په سپارښتنو کې راغلي ول چې فاټا باید له خیبر پښتونخوا سره یوځای کړل شي.
له کورمې ایجنسۍ د پارلېمان غړی ساجد حسېن توري د دوشنبې ورځ مشال راډيو ته وویل چې د قبايلي سيمو ټول پارلېماني استازي په فاټا کې اصلاحات غواړي او ډېری یې له خیبر پښتونخوا سره د شامیلېدو په حق کې دي.
د نوموړي په وينا په قامي اسمبلۍ کې د مومندو استازی بلال الرحمان، له جنوبي وزيرستانه د پارلېمانغړی جمال الدين او د سینیټ ۶ غړي بیا د جلا صوبې غوښتنه کوي.
د جميعت علماء اسلام ف ډلې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ پر سپارښتنو اندېښننه ښودلې او غوښتنه يې کړې چې د قبایلي سیمو د راتلونکې فیصله دې د یوې ټولپوښتنې (رېفرنډم) له لارې وکړل شي.
له اورکزۍ ایجنسۍ د سېنېټ غړی نجم الحسن وايي چې بې له دوو سینیټرانو نور ټول دا غوښتنه کوي چې فاټا ته د جلا صوبې حیثیت ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې تيره اونۍ په سېنېټ کې مخالفو ګوندونو د اصلاحاتو ځنډولو پرضد د احتجاج په توګه د سېنېټ له غونډې بهر وتلي ول.
له باجوړ ایجنسۍ د حکمران ګوند مسلم ليګ ن پارلېماني استازی شهاب الدين وايي باور ورته ورکړل شوی دی چې د وفاقي کابینې په راتلونکي غونډه کې به د اصلاحاتو منظوري ورکړل شي.
د يادونې ده چې د روانې مياشتې په شپږمه (۶) نېټه د فاټا پارلېمان ي استازو په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو په اړه د اسلام آباد په کنوېنشن سېنټر کې يوه جرګه راغوښتې وه. جرګې دړکه ورکړې وه چې که فاټا اصلاحات عملي نه کړل شول نو د مارچ پر دولسمه نېټه به د اسلام اباد په لور احتجاجي لاریون کوي.