د تورخم دروازې له بندیدو د ټرک ډریورانو ستونزې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
نن پنجشنبه د تورخم دروازې تړل کېدو اوومه ورځ ده چې له وجې یې د پېښور او تورخم ترمنځ د خیبر درې په لویه لاره د مالونو ډک په سلګونه ګاډي ولاړ دي.
د دغو ګاډو ډریوران وایي چې ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي او په ګاډو کې یې سبزۍ او میوې په خرابېدو دي.
دوی وايي، د شپې مهال د خپلو ګاډو څوکۍ په خپله کوي، خواړه او اوبه هم ورته نه ملاوېږي چې پکې ځینې ډریوران ناروغه شوي هم دي.
د فرهاد شینواري ویډیو.