زېری: پر پوله د پښتنو اقتصادي قتل روان دی

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ دوه ورځې وړاندې د پولي تړل کېدو پرضد يو پرېکړه‎ليک تصويب کړ او د اپوزيسیون غړيو په ګډون ټولو له مرکزي حکومته وغوښتل چې پوله دې ژر تر ژره پرانېزي او نور د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو ژوند او تجارت له تباهۍ وژغوري.

په اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړى نصرالله زېرى- چې دغه پرېکړه‎ليک يې وړاندې کړى- وايي، پاکستان چې له ايران او هند سره پر پوله د شخړو په نتيجه کې پوله نه تړي، له افغانستان سره د پولي تړل پر پوله د پرتو خلکو اقتصادي قتل دى.

ښاغلي زیري زیاته کړه:

"دا ډېره د اندېښنې خبره ده چې له تېرو ۱۸ ورځو پوله تړلې ده او د دواړو غاړو زرګونه تجاران يې اغېزمن کړي دي او هغوى ته يې ميلینونه کالدارې تاوانونه ور اړولي دي. موږ اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کړ او تصويب هم شو، له مرکزي حکومته مو غوښتنه وکړه چې دا پوله دې ژر تر ژره خلاص شي، دا د پښتنو اقتصادي قتل دى."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تړلې پولي ۱۸ ورځې وشوې چې پخوا يې سارى نه ليدل کېږي، خو لا هم څرګنده نه‎ده چې د پاکستان د پوځ او مرکزي حکومت په امر تړل شوې پوله به کله پرانېستل شي.

د پولي دواړو غاړو ته که عام خلک ايسار دي او په هوټلونو، جوماتونو او د خپلوانو په کورونو کې شپې سبا کوي، خو تجارت يې هم په ټپه درولى دى.

د چمن د تجارانو يو مشر دادشاه پژواک وايي، د چمن ښار د شاوخوا ۳۰ زره خلکو ګټه وټه چې په وېش منډۍ پورې تړلې ده، د پولي تړلو يې ورځنى ژوند له تباهۍ سره مخامخ کړى او په ښار کې يې غلاوې او شکونې پيل شوې دي.

نوموړی وايي:

"دا څنګه شونې ده چې دا ۲۵- ۳۰ زره کسان به په يوه ورځ کې په ويزو ځي او دلته به دا بندوبست څنګه ورته کېږي، د چمن خلک له ډېرې پرېشانۍ سره مخ دي، چمن کې غلاګانې ډېرې شوي، ځکه خلک بې روزګاره شول، يوازې د وېش منډۍ وه چې خلکو تګ راتګ کاوه او روزګار يې کاوه، اوس چې پوله پرې وتړل شوه، ظاهره خبره ده چې ناامني به ډېرېږي."

د پولي تړل کېدو په چمن کې د نورو سامانونو تر څنګ د سبزيو او مېوو تجاران او کروندګر هم سخت اغېزمن کړي دي.

د بلوچستان د کروندګرو د اتحاديې يو مشر عبدالرحمن بازى وايي، که پوله خلاصه نه‎شي نو اسلام‎اباد کې به پاکستاني چارواکو ته شکايت يوسي.

نوموړی وايي:

"د پولي له بندېدو سره زموږ د کروندګرو بېخې زيات تاوان دى، زموږ ډېر داسې شيان دي چې افغانستان ته به تلو، خصوصاً مڼې او ځينې نورې مېوې. په دغو ورځو کې چې خلک خپلې مېوې زېرمه کړي وي او دا وخت يې افغانستان ته وړي، يقيناً د هغو لوى تاوان دى."

په اسلام‎اباد کې افغان سفير ډاکټرحضرت عمر زاخېلوال پرون پاکستاني رسنيو ته ويلي چې که پوله په دوو ورځو کې پرانه‎نيستل شي، نو پاکستان کې ايسارو افغانانو ته به له کابله الوتکې را ولېږي او خپل هېواد ته به يې ولېږدوي چې شاوخوا ٢٥٠٠٠ کسان دي.​

رپوټ: بارکوال مياخېل