ملاله يوسفزۍ: پښتانه بايد د ښځو حقونو ته خاصه پاملرنه وکړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د سولې نړيواله جايزه ګټونکې ملالي يوسفزۍ وايي، پښتانه بايد د ښځو حقونو ته په خاصه توګه پاملرنه وکړي. نوموړې د ښځو نړيوالي ورځې په مناسبت د مشال راډيو همکار عبدالحي کاکړ سره ځانګړې مرکه کړې ده چې په سر کې ورڅخه پوښتل شوي، په نړيواله کچه په تېره د پښتنو ښځو وضعيت څنګه دئ؟