د شمالي وزیرستان کابل خېل قام وايي چې د پاکستان حکومت د دوی د خوښې پرته کرم تنګي ډېم جوړوي چې دوی به يې هيڅکله ونه مني. نن (پنجشنبه) د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته راغلیو د شمالي وزیرستان مشرانو وویل چې د وفاقي حکومت لخوا د کرم تنګي ډېم جوړول دوی ته ځکه د منلو وړ نه دی چې له کبله يې د دوی پنځه لکه ولس تباه کېږي او د ګټې پر ځای تاوان ور رسيږي.
پر دې مهال محمد فقیرسلطان مشال راډیو ته وویل چې کله د دې ډېم پرانسته کېده نو په شېواه تحصیل کې ګرځبنديز لګول شوی و چې ګنې قبایل به د دې پر ضد احتجاج وکړي.
(( زموږ د ملک مشران داسې دي چې په خله یوه او په زړه يي بله وي. موږ ته د خېبر پښتونخوا ګورنر ویلي و چې ستاسو سره به خبرې کوو خو هېڅ ونه شول. د دې ډېم تاوان دا دی چې دلته څلور پنځه لکه کورونه بربادېږي. زما تحصیل او کالجونه او هسپتالونه ختم شول، مقبرې او جوماتونه مې ختمېږي او بله دا چې ډومیسایل مې ختم شو نو زه خو تباه شوم نو د دې ډېم جوړول موږ په هېڅ جوړ نه منو))
یو بل قبایلي مشر حاجي ثواب خان وايي چې د دوی دا احتجاج به تر هغه روان وي ترڅو چې انصاف نه وي ورسره شوی او دوی به د احتجاج دا لړۍ واپډا هاوس، د امريکا د نړيوالې مرستندويه ادارې دفتر او د امریکا سفارتخانې مخې پورې غځوي.
((موږ د پاکستان صدر، وزیراعظم، ګورنر صېب، د سپریم کورټ چیف جسټس،د پوځ مشر، شاه جي ګل اپریدي ، محمودخان اڅکزي او مولانا فضل الرحمان ته خواست کوو چې پښتانه تباه شوي دي او اوس مو نور تباه کوي نو دا موږ ته نه ده منظوره او دا احتجاج به زموږ تر مرګه روان وي. موږ به له دې نه په شا کېږو))
په احتجاج کې له شمالي وزیرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب شوي غړي محمد نزیر هم ګډون کړی و. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې له ده سره هم هيچا سلا مشوره نه ده کړې.
((زه د دغه حلقې د قامي اسمبلۍ غړی یم. پکار خو دا وه چې زه یي راغوښتې وای او زما نه يې پوښتنه کړې وای. په دې سيمه کې په لکونو خلک اباد دی او حکومت دا بربادوي نو دا ولې او په کوم قانون يې بربادوي؟ داسې د دنیا په هيڅ قانون کې نشته او که وي نو بیا به موږ ګرم یو.
د وزیرستان ټول مشران خبر دي چې د کابل خېل یو یو فرد يي د دې ډېم جوړول نه مني، نو چې یو قام پرې راضي نه وي، دا خو بیا په هر جوړ غلط کار دی. نو موږ سپریم کورټ، های کورټ او د بشري حقونو تنظیمونو ته دا وایو چې موږ خو هسې هم تباه شوي یو، زموږ سره دې په دې معامله کې ودرېږي.))
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په شمالي وزیرستان کې د روان کال د مارچ پر دوهمه نېټه د کرم تنګي ډېم جوړولو پرانسته وکړه چې ۱۲،۶ اربه روپۍ لګښت به پر راځي چې د امريکا نړيواله مرستندويه ټولنه (يو اېس اېډ) يې هم مالي مرسته کوي.