د قبایلي سیمو د قدرتي افتونو سره د مبارزې د ادارې له مشر سره خبرې

د مشال مرکه

دا اونۍ د مشال مرکې مېلمه د قبایلي سیمو د ناورینونو د نظم د ادارې FDMA مشر محمد خالد دی. نوموړي په دې مرکه کې مشال راډیو ته وویل چې د دوی اداره په قبایلي سیمو کې د افتونو پر مهال د خلکو سره پر وخت مرستې کوي.

نوموړی وايي:

« په دغو ناورینونو کې د وسله والو فعالیتونه او حکومتي عملیات هم شامل دي چې له وجې یې خلک د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ کېږي.»

د محمد خالد د معلوماتو له مخې په قبایلي سیمو کې وروستیو عملیاتو ۴۵۰ زره کورنۍ بې کوره کړې وې، چې تر دې مهاله ډېری یې بیرته تللي، خو ۴۰ زره کورنۍ بیا هم له خپلو مېنو لرې پرتې دي.

د FDMA له مشر محمد خالد سره د مشال د همکار خالدخان مرکه دلته لاندې په فلش پلیر کې اورېدلای شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال مرکه