په پاکستان کې له ۱۹ کالو وروسته سرشمېرنه کېږي

د پاکستان نقشه

په پاکستان کې دا شپږمه سرشمېرنه ده چې ۱۹ کاله پس تر سره کېږي. تر دې وړاندې په ۱۹۹۸م کال کې سرشمېرنه شوې وه.

اسلام اباد: د پاکستان حکومت له څه کم دوو لسیزو وروسته په ټول ملک کې سرشمېرنه کوي.

د چارواکو په وینا ، د سرشمېرنې دا بهیر به په دوه پړاوه کې تر سره چې یو یې د مارچ له ۱۵مې د اپرېل تر ۱۵مې ڼېتې ټکل شوی دی.

دویم پړاو به د اپرېل له ۲۵مې د مې تر ۲۵مې تر سره شي. په دې لړ کې به کور شمېرنه هم کېږي.

د پاکستان د شماریاتو ادارې چارواکي حبیب الله خټګ مشال راډیو ته ویلي چې په لومړي پړاو کې به په ۶۴ ضلعو دا بهیر تر سره شي.

په دې ترڅ کې به د خیبر پښتونخوا په ۱۴ ضلعو کې، د بلوچستان په ۱۵ ، د سیند په اته ، د پنجاب په ۱۶ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان په پنځو پنځو ضلعو کې ترسره شي.

چارواکي زیاتوي چې د سرشمیرنې دویم پړاو به په نورو ۸۶ ضلعو کې ترسره شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګ زیب د یکشنبې په ورځ خبري رسنیو ته ویلي چې د سرشمېرنې او کور شمېرنې بهیر سرته رسېدو وروسته به په دوو میاشتو کې دننه پایلې اعلان شي.

د مریم اورنګ زیب په وینا ، پر دې سرشمېرنه به شاوخوا ۱۸.۵ اربه روپۍ لګښت راځي.

نوموړې وویل چې په دې سرشمېرنه کې به هغه ټول خلګ هم شامل وي چې په لنډمهاله توګه بې کوره وي او یا یې هم له یوه ځابه بل ځای ته کډه کړې وي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر مېجر جنرال اصف غفور ویلي چې د سرشمېرنې په بهیر کې به دوه لکه پوځي سرتېري برخه اخلي.

په پاکستان کې دا شپږمه سرشمېرنه ده چې ۱۹ کاله پس تر سره کېږي. تر دې وړاندې په ۱۹۹۸م کال کې سرشمېرنه شوې وه.