په مومندو کې امنيتي ځواکونو د موسل کورونو په سيمو کې له وسله والو سره د تړاو په تور شپږ کورونه وران کړې دي.
د خاصه دار ځواک يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط په دوشنبه مشال راډيو ته وويل بيګا يې شل کورونه له دې امله خالي کړې ول چې د ترکزي قام د این ټبر دي.
په قبايلي سيمو کې د ايف، سي، آر قانون ترمخه په اجتماعي زمه وارۍ کې د يو تن په جرم ټول قوم ته سزا ورکول کېږي.