د ستار ایدي په یاد کې د پنځوس روپیو سیکه راوځي

د پاکستان وفاقي حکومت په لارښوونه ریاستي بېنک (سټېټ بېنک آف پاکستان) د خیرښېګړې مبارز عبدالستار ایدي په یاد کې د پنځوس روپیو سیکې جاري کولو اعلان کړی دی.

دا سیکه به په یو دېرشم مارچ سټېټ بېنک په ټول ملک کې جاري کوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان سټېټ بېنک ویاند عابد قمر وویل د هرې یوې ټولنې دا خصوصیت وي چې هغه خلک په څه نا څه ډول یاد کړي چې د انسانیت او د ولس خېر ښېګړې لپاره یې کار کړی وي.

د ده په وینا له هم دې وجې سټېټ بېنک وفاقي حکومت ته د ایدي په یاد کې د سیکې جاري کولو تجویز وړاندې کړی وو.

"د ایدهي صېب له مرګه پس سټېټ بېنک وزیراعظم ته یو تجویز ورکړې وو چې هغوی منظور کړ. وزیراعظم بیا دا هدایات سټېټ بېنک ته جاري کړل چې د پنځوس روپو یوه سیکه دې جاري کړل شي."

دا فېصله د ۲۰۱۶م کال په پنځلسم جولایي شوې وه او له هغې وروسته مو تیاري شروع کړه او اوس به دا سیکه جاري کړل شي.،،

د ګل په ورځ د ریاستي بېنک لخوا جاري شوې خبر پاڼه کې پر سیکه د ایدهي انځور کښل شوی دی.

د عبدالستار ایدي زوې فېصل ایدي چې اوس د خپل پلار خیریه چارې پرمخ وړي د حکومت په فیصله خوښې ښودلې. له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي وویل په دې کار سره د هغه د پلار خدمتونه وستایل شول او پیرزوینې ورته وړاندې کړل شوې.

د ۲۰۱۷م کال په اتم جولایي د خیر ښېګړې مبارز عبدالستار ایدي د پښتورګو له ناروغۍ په اته اتیا کلنۍ کې له دې دنیا سترګې پټې کړې وې.

نوموړي له خپلې مېرمنې بلقیس ایدي سره په وړوکې سطح د خیر ښېګړې کارونه پېل کړي ول خو اوس په پراخه کچه د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د ایدي فاونډېشن په نوم مرکزونه لري چې بې له توپیره خلکو ته مرستې ورکول کیږي.