د مجلې به دې ګڼه کې د بلوچستان د خانوزۍ سیمې د خوږ ژبي شاعر ډاکټر جمیل الرحمان پانیزي سره غږېدلې یو.
نوموړی وايي له زلمیتوبه د راډیو، ادب او کلتور سره نږدې پاتې شوی، تقریري مقابلو کې یې برخه اخیستې، په اخبارونو کې یې لیکل کړي، سیاست یې کړی او سفرونه یې کړي دي. دغه هرڅه د ډاکټر جمیل پانیزي نه د اعلی پایې ادیب او شاعر جوړ کړی دی.
ډاکټر جمیل د طبابت زدکړې په کراچۍ کې کړي او اوس مهال په برتانیه کې ژوند کوي، تازه تازه له خپلې دندې ریټایرډ شوی او اوس غواړي د خپلو تجربو په رڼا کې لیکل وکړي. نوموړی په دې وروستیو کې پراګ ته راغلی و نو د مشال راډیويي مجلې سره یې د خپل کار او ژوند په اړه خبرې کړي. نو راځئ د دې اونۍ مجلې ته غوږ شو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.