'په پښین، عبدالله کلا، چاغي او خاران کې دې انټرنیټ بحال کړل شي'

په لاهور او سېوڼ کې تر ځانمرګیو بریدونو وروسته د پاکستان وفاقي حکومت د بلوچستان په پښین، عبدالله کلا، چاغي او خاران کې د ۳ جي او ۴ جي انټرنېټ لړۍ بند کړله

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ او د دغه صوبې ولس د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه کړې ده چې په هغو څلور واړو ولسوالیو کې دې د انټرنېټ شلولې لړۍ ژر تر ژره بیرته ونښلوي چې له تېرو څه باندې شپږو اونیو راهیسې یې پرې کړې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د عبدالله کلا د صوبايي اسمبلۍ غړي او د ولسي احتساب کمېټۍ چېرمېن عبدالمجید خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې تر یو پلان لاندې په لوی لاس د بلوچستان ولس له تعلیمه او هر ډول پرمختللیو اسانتیاوي بې برخې ساتل کېږي.

د بلوچستان حکومت ښاروالۍ وزیر سردار مصطفا خان ترین وویل چې اوس خو خلګ خپل علاج هم د انټرنیت له لارې کوي نوپکار ده چې وفاقي حکومت سمدلاسه په صوبه کي انټرنېټ اېله کړي.

د یادونې وړ ده چې په پښین، عبدالله کلا، چاغي او خاران کې د پاکستان وفاقي حکومت تر هغه وروسته ۳ جي او ۴ جي انټرنېټ لړۍ بند کړله چې د فېبرورۍ میاشتې په ورستۍ اونۍ کې د پنجاب په لاهور او سیند په سېوڼ شریف کي ځانمرګي بریدونه وشول.