'نوره نړۍ پولې ختموي خو پر ډیورنډ کرښه اغزن تارونه لګول کېږي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وايي هېواد یې پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار لګولو مخالف دی او نه له دې سره سوله راتلی شي بلکې دا به د دواړو هېوادونو پر اړیکو هم بد- اغېز ولري. له نوموړي سره په پېښور کې د مشال راډیو خبریال غلام غوث د ګل په ورځ ځانګړې خبرې اترې کړې دي.