ټرمپ: د امریکا او روسیې اړیکې به ښه شي

نوموړي تېر مازیګر پر ټولنیزې شبکې ټوېټر لیکلي چې د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې به سمې شي.

ده ویلي، ((په مناسب وخت کې به ټول په خپل هوش او حواس کې شي او بیا به دوامداره سوله وي.))

نوموړي په مسکو کې له روسیو چارواکیو سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن لیدنې تر تمې زیات ښه وبللې خو دا یې هم زیاته کړې ده چې د دواړو هېوادونو تعلقات ښايي تر بل هر وخت زیات ساړه وي.

ټېلرسن د چارشنبې پر ورځ له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف او له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ولیدل.

پوتین پر هم هغه ورځ په یوه خپره شوې مرکه کې ویلي ول چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ دندې له پیل راهیسې د امریکا او روسیې تر منځ د باور کچه ښايي ټيټه شوې ده.