د امریکا د ملي امنیت سلاکار مکماسټر نن(شنبه) په کابل کې له افغان چارواکو سره ګوري.
د مکماسټر د کابل د سفر اعلان د چارشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ کړی و:
«زه جنرال مکماسټر افغانستان ته استوم، ترڅو هلته دا وڅېړي چې موږ د خپلو افغان شریکانو او د ناټو د ایتلاف ترڅنګ څه ډول پرمختګ کولی شو.»
امریکایي او افغان چارواکو تراوسه کابل ته د امریکا د ملي امنیت د سلارکار د سفر دقیق وخت نه دی اعلان کړی، خو هندي رسنیو ویلي دي چې مکماسټر به سبا په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره وګوري او تر هغه مخکې به د جنوبي اسیا د سفر په ترڅ کې کابل او اسلام اباد ته ولاړ شي.