د فرانسې ولسشمرۍ کاندیدان په کمپاین لګیا دي

د فرانسې ولسمشرۍ کاندیدان تر انتخاباتو مخکې د ځان په ګټه د کمپاین په پیل لګیا دي.

تمه ده د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره خلک د اپریل په درویشتمه رایه ورکړي.

منځلاری کاندید امانویل ماکرون او د ښي اړخي ملتپالي ګوند کاندیده مارین لې پین چې تر ټولو مخکښ کاندیدان بلل شوي نن د ورځې په اوږدو کې په پاریس کې په خپله ګټه لوی لاریونونه په لار اچوي.

ین-لوک ملینچن په مرکز کې ځان ته کمپاین کوي او محافظه کاره کاندید فرانسوا فیلون په نیس کې د کمپاین پیلولو ته تابیا نیولې چېرته چې تېر کال د یوې لارۍ په حمله کې ۸۶ کسان ووژل شول.

په دې انتخاباتو نړیوال په اروپا کې د پاپولیستانو د ذهنیتوتو د پلوۍ په پار له نېږدې څار لري او د نتایجو په اړه یې وړاندوینې هم په داسې حال کې چې یوازې شپږ ورځې ورته پاتې دي نامعلومې دي.