د ترکیې اییني بدلون سیاسي نظام کوم لوري ته بیايي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په ترکیې کې ولسمشر رجب طیب اردغان او انتخاباتي کمېشن د یکشنبې پر ورځ په شوې ټولپوښتنه کې د واکمن انصاف او پرمختیا ګوند بریا اعلان کړې. اپوزیشن تېره ورځ وویل، د ټولپوښتنې نتیجه ننګوي ځکه چې د دوی په اند پکې ټګي شوې. اردغان دا ټولپوښتنه د ولسمشر واک پراخولو لپاره په اساسي قانون یا ایین کې د بدلون په موخه کړې چې په رسنیو کې ورته د لوی بدلون په سترګه کتل کېږي.
د پراګ په انګلو امریکايي پوهنتون کې مو د ترکیې چارو له پوهې او استادې پېلېن عیان موسل سره خبرې کړې دي او ورڅخه مو وپوښتل چې ریښتیا هم دا په اساسي قانون کې ډېر لوی بدلون دی؟