د ترکیې ټولپوښتنې د ټولنې ((وېش لا روښانه کړ))

پراګ - په ترکیې کې ولسمشر رجب طیب اردغان او انتخاباتي کمېشن د یکشنبې پر ورځ په شوې ټولپوښتنه کې د واکمن انصاف او پرمختیا ګوند بریا اعلان کړې. اپوزیشن د دوشنبې پر ورځ وویل، د ټولپوښتنې نتیجه ننګوي ځکه چې د دوی په اند پکې ټګي شوې.

اردغان دا ټولپوښتنه د ولسمشر واک پراخولو لپاره په اساسي قانون یا ایین کې د بدلون په موخه کړې چې په رسنیو کې ورته د لوی بدلون په سترګه کتل کېږي.

د پراګ په انګلو امریکايي پوهنتون کې مو د ترکیې چارو له پوهې او استادې پېلېن عیان موسل سره خبرې کړې دي او ورڅخه مو وپوښتل چې ریښتیا هم دا په اساسي قانون کې ډېر لوی بدلون دی؟

پېلېن عیان موسل: هو، دا به ولسمشر ته زیات واک ورکړي. له دې بدلونونو سره به هغه ډېر کارونه وکړای شي، لکه د پارلېمان ړنګول، د قاضیانو او وزیرانو ګمارل او داسې نور. نو د ادارو په تناظر کې که ورته وګورو نو هو، دا ریښتیا لوی بدلون دی. د ټولنې له نظره که ورته وګورو نو ټولنه خو لا مخکې وېشل شوې وه. د ټولپوښتنې نتیجه دا وېش په لا واضحه توګه ښيي.

مشال راډیو: خو اپوزیشن وايي چې درغلي شوې، ستاسې په اند د دې تور اغېز به څه وي؟

پېلېن عیان موسل: ټول اپوزیشن په ټولپوښتنه کې درغلۍ ته اشاره کړې. رسمي اعداد ښيي چې د [اییني بدلونونو] په حق کې له ۵۱ فیصده زیاتې رایې ورکړل شوې دي، خو اپوزیشن ګوندونه وايي، نه دا ۵۰ فیصده دي. نو دا د یو فیصده فرق دی. خو بیا هم حکومت ټولپوښتنه ګټلې. نو د ټګۍ دا یو فیصد شاوخوا یو میلیون رایې دي چې یقیناً د ترکیې د ټولپوښتنې روڼوالی اغېزمنوي.

له ډاکترې پېلېن عیان موسل سره بشپړه مرکه دلته واورئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

بشپړه مرکه

مشال راډیو: تاسې وویل، ټولنه وېشل شوې وه، کله چې په ترکیه کې د دې ټولپوښتنې کیمپېن روان وو، نو اپوزیشن د اییني بدلونونو په مخالفت کې خلک ولې قانع یا قایله نه کړای شول؟

پېلېن عیان موسل: لومړی خو اپوزیشن ډېر ځپل شوی دی. د ترکیې رېپبلېکن ګوند په ښکاره د اییني بدلون مخالف وو خو زما په نظر سم او موثره مخالفت یې ونکړای شو. د ملتپاله ګوند مشر د دې بدلونونو په حق کې وو خو د ګوند غړي یې مخالفه ول، نو په دې ډول د ګوند دننه مخالفت وو. او د کردانو ګوند ډېر ځپل شوی دی ځکه چې مشران یې په زندان کې دي. نو د ټولپوښتنې د کیمپېن پر وخت اپوزیشن ډېر کمزوری وو.

مشال راډیو: ښه ډاکترې ایان موسل صاحبې، ویل کېږي چې دا بدلون به په ترکیې کې واک ډېر مرکزي کړي، همداسې ده؟

پېلېن عیان موسل: دا اییني بدلون ریښتیا هم د ترکیې حالات د یو کس د امریت یا ډېکټېټرشېپ لوري ته بیايي. که موږ دې بدلون ته وګورو نو داسې یې جوړ کړی چې پکې پر انتظامیې د نظر ساتلو او د دې د څار عمل واقعاً وژل شوی دی. تر دې مخکې هم پر حکومت د نظر ساتلو بهیر تاواني شوی وو خو له دې بدلون سره حالات لا خراب شول.