د مکماسټر پر پاکستان ټینګار: 'نور تر پردې شا ته جګړه مه کوئ'

اسلام اباد:د امريکا ملي امنيت سلاکار اېچ ار مکماسټر د پاکستان وزیر اعظم بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره. ۱۹م اپرېله ۲۰۱۷

د امريکا ملي امنيت سلاکار پاکستان ته د خپل سفر پر مهال پر اسلام اباد ټينګار کړی چې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد يو شان کارروايي وکړي او په افغانستان کې په نيابتي ډول د ځينو ډلو له کارولو لاس واخلي.

په پاکستان کې د امريکا سفارت د سېشنبې ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې اېچ ار مکماسټر له وزيراعظم نواز شريف او د پوځ له مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره وليدل او په هره بڼه يې د ترهګرۍ مخنيوي پر اړتيا زور راوړ.

مکماسټر سوهېلي اسيا ته تر خپل سفر وړاندې د افغانستان طلوع نيوز خبري شبکې ته ويلي ول امريکا هيله لري چې پاکستاني مشران به په دې پوه شي چې دا د دوی په ګټه ده چې بې له څه ډول توپيره د ټولو ترهګرو ډلو په ضد اقدامات وکړي او د تېر وخت په څېر عمل ونکړي.

نوموړي وويل چې د پاکستان لپاره په خپل هېواد او نورو سيمو کې د خپلو ګټو خوندیکولو لپاره د نيابتي ډلو په مټ په جګړه کې ښکېلتيا نه ده بلکې د ډيپلوماسۍ له لارې دا کار کېدای شي.

پاکستان ته د مکماسټر سفر د ډونلډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته د امريکايي او پاکستانيو چارواکو تر منځ د لوړې کچې لومړي ليده کاته ول.