د هندي سینما نامتو ستوری ونود کهنه ومړ

د هندي سینما (بالیووډ) نامتو فیلمستوری او هندی سیاستوال ونود کهنه په ۷۰ کلنۍ کې ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

هندي رسنۍ (انډین ایکسپریس) د راپور له مخې، ونود کهنه له تېرې ډېرې مودې راهیسې ناروغه او د ممبۍ په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و، چې د پنجشنبې په ورځ یې په همدې روغتون کې ساه ورکړه.

ویکیپیډیا معلوماتي وییپباڼه د ونود کهنه په اړه لیکي:

((ونود کهنه په ۱۹۴۶م کال په اکتور کې په پېښور کې زېږیدلی و، چې بیا وروسته د هندوستان تر تقسمېدو او د پاکستان ترجوړېدو وروسته یې کورنۍ هندوستان ته لاړه.))

کهنه په ۱۹۶۶م کال کې هندي سینما ته مخه کړه او په لومړی ځل په (ما کی میت) فلم کې د بدمعاش په بڼه راځرګند شو، خو بیا وروسته یې د خپلې جذابې څېرې له امله د فلم جوړېدونکیو پام ځان ته راواړوه او په ګڼ شمېر فلمونو کې یې د هیرو یا اتل په توګه کار وکړ.

که څه هم ونود کهنه تر ۱۴۰ زیاتو هندي فلمونو کې کار کړی ، خو د هغه مشهور فلمونو کې امر اکبر انتهوني، پرورش، هیرا پهیری، مقدر کا سکندر، خون پسینا، هتیارا او دوست او دشمن نومېږي.

د هندي سینما ګڼ شمېر فلمستورو پهه ټولینزې رسنۍ ټویټر کې پر خپلو پاڼو د ونود کهنه په مړینې خواشینې ښودلې او د هغه مړینه یې د هندی سینما لپاره ستر زیان بللی دی.

نوموړي د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۵م کال کې له شاه رخ خان سره د (دلوالی) فلم کې کار کړی و، چې پر هند سربېره یې په امریکا، انګلستان او ګڼو اروپايي هېوادونو کې ډېر بزنس وکړ.

ونود کهنه د فلمستوري ترڅنګ سیاستوال هم و او له ۱۹۹۷م کال کې راهیسې یې د هندوستان د (بهارتیا جنتا پارټی BJP) له خوا د پنجاب په ګرداس پور کې په ټاکنو کې برخه اخیستې وه، چې۴ ځله یې ټاکنې ګټلې وې او د وزارت تر څنګ یې په یو شمېر حکومتي څوکیو دنده هم ترسره کړې وه.


د یادونې وړ ده، چې ونود کهنه د خپلو فلمي کارونو له امله ډېر ایوارډونه او جایزې هم ګټلې وې.
راپور: ذبیح مومند