په کرمه کې د جینکو سکول څلور کاله وروستو پرانستل شو

د کرمې د تعلیم د څانګې چارواکو په ګوګانۍ سیمه کې د جینکو یو تړل شوې سکول څلور کاله وروستو بیرته پرانستې دی.

چارواکي وايي وسله والو طالبانو دغه سکول په دوه زره دیارلسم کال کې په خپله قبضه کې اخستې وو او تر اوسه تړلې پروت وو.

د سیمې خلک وايي په سکول کې جینکو تر اتم جماته زده کړی کولی.

کرمه کې د ذده کوونکو د سازمان مشر سلیم ورکزي نن مشال ریډیو ته ویلي چې اوس هم دغه سکول په سمه توګه نه دی فعال شوی او د استادانو د کمي ښکار دی.

د کرمې د تعلیم د څانګې مشر بیت الله وزیر ویلي په سکول کې د استادانو د کمي پوره کولو لپاره يي د لوړ پوړو چارواکو سره خبره کړی ده.

د چارواکو په وینا وسله والو په کرمه قبایلي سیمه کې د پوځي عملیاتو او جګړې له کبله خواؤ شا شپږ سوه سکولونه اغیزمن شوي دي.

په سیمه کې د وسله والو ډلو پر ضد پوځي عملیات د کال دوه زره نهم راهیسې دوام لري چې په سلګونو کورنۍ يي هم بیکوره کړي دي.