د جرمني چانسلره انګیلا میرکل به د مۍ په دویمه نیټه د روسیې د ولسمشر ولادمیر پیوټین سره لیده کاته کوي.
د روسیې سوچي سیمې ته د میرکل دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د ماسکو او غرب تر مینځ اړیکې لا هم ترینګلې دي. دغه اړیکې په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت خرابې شوی کله چې روسیې د یوکراین کرایمیا ټاپو وزمه په زوره له ځان سره یو ځاي کړه او په ختیځ یوکراین کې یې بیقراري رامنځ ته کړه.
په دغه جګړه کې تر اوسه له 9900 نه ډیر کسان وژل شوي دي .
که څه هم میرکل په نړیوالو غونډو کې له پوټین سره کتلي دي خو د سوچي دوره د مۍ 2015م کال نه وروستو روسیې ته د هغې لومړې سفر دې.
د پوټین دفتر ویلي دواړه مشران به د نورو موضوعاتو تر څنګ د ترهه ګرۍ د مخنیوي په اړه هم خبرې کوي.