مسلم لیګ ن د پوځ اندېښنې کموي

د اتوار په ورځ په لاهور کې د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې غونډه وشوه چې پکې داخله وزير او خزانې وزير نه علاوه د پنجاب وزيراعلې شهباز شريف هم ګډون وکړ.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه په غونډه کې د ډان ليکس نوټيفيکېشن ورستو پېدا شوي صورتحال جاج واخېستل شو او د نوټيفيکېشن په باب د پاکستان پوځ او حکومت ترمينځ پېدا شوي غلطفهميانو ليرېکولو باندې اتفاق وکړل شو.

د ذکر ده د پاکستان وزيراعظم د شنبې/ خالي په ورځ د ډان ورځپاڼې یوه رپورټ په باب د پلټنيز کمېشن سپارښتونه منظور کړل او د بهرنيو چارو مرستيال طارق فاطمي يې له خپلې څوکۍ لیرې کړ.

خو د دې په ځواب کې د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار مشر مېجر جنرل اصف غفور پر ټويټر پاڼه و ليکل دا اقدام د پلټنيز کمېشن له سپارښتونو سره سم نه دی، نېمګړی دی او پوځ يې ردوي.

د حکومت او پوځ تر مينځه رامخې ته شوي اختلافاتو په اړه د ادفاعي چارو کار پوه پخواني لفټينينت جنرل طلعت مسعود مشال رېډيو ته ووېل چې حکومت او پوځ ته د بيان - بازې پرځای په دې معامله په خپلو کې کېنستل پکار دي. د پرله پسې بيانونو له راتلو سره به د ملک او د ملک ادارو ته نقصان کېږي.

"د خبرو اترو له لارې دا مسله هوارول پکار ده، که داسې مسلسل بيانونه راځي نو ظاهره خبره ده چې له دې به ملک ته نقصان کېږي او بل دا چې دا وخت پاکستان له ډېرو مسلو سره مخامخ دی او پاکستان ته بهرنۍ او دننۍخطرې ورپېښې دي او له دې د هېواد دښمنې ډلې ګټې ترلاسه کولی شي او له دې نه يواځې حکومت بلکې ادارې هم کمزورېدلی شي. زه منم چې دا کومه معامله ده دا ډېره مهمه ده خو دا به په کومډول هوارول وي دا تر دې هم زياته مهمه ده."

يو بل د سياسي چارو کار پوه امتياز ګل وايي چې د طارق فاطمي غوندې تن لرې کولو سره دا مسله نه حل کېږي دواړو خوا ته په دې کېناستل پکار دي او پکار ده چې د کيشن کوم پلټنيز رپورټ دې هغه دې خپور شي ټول د حقائقو نه خبر شي. پکار خو هم دا ده چې په خپلمينځ کې خبرې اترې وکړي او بيا د دې کمېشن راپور خپور کړي او ټولو ته پته ولګېږي چې د پوځ د غوسې يا ردولو وجه څه ده؟

د پاکستان انګرېزۍ ورځپاڼې ډان یوه خبريال سېرل الميډا د ۲۰۱۶ م کال اکتوبر مياشت کې يو ځانګړی رپورټ خپور کړی وو چې پکې د پاکستاینو واکمنو سرچينو له قوله ويل شوي وو چې د نواز شريف په مشرۍ د امنيت په اړه په غونډه کې حکومت پوځ ته ويلي ول چې پاکستان په نړيواله کچه د يوازيتوب پر لور روان دی او بايد دوی د وسله والو ډلو پرضد کاروايي وکړي.

خو د پاکستان وزيراعظم او پوځ دواړو دا رپورټ رد کړ او وروسته يې په دې اړه يو پلټنيز کميشن جوړ کړو چې تېره ورځ يې نوازشريف د سپارښتونو په رڼا کې ځينې اقدامات وکړل.