'افغان ولسمشر راته ویل، پاکستان مو ورور دی'

کابل: د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په مشرۍ پلاوی له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو مهال

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په مشرۍ کې تللي د پاکستاني پلاوې یو غړې آفتاب احمد خان شېر پاو د کابل د سفر په اړه وایي اسلام اباد او کابل دواړو ته دا احساس شوې چې اړیکې د ښه کولو نه بغېر د دواړو ملکونو ګزاره ممکنه نه ده.

دا پلاوې د سردار ایاز صادق په مشرۍ کې د افغانستان د ولسمشر په بلنه د تېر خالي په ورځ د کابل په دوه ورځني سفر تللې وو چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمېنځه کړکېچ کمول وو.

دې لړ کې مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د قومي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاو کابل ته دا سفر مهمم وګرځولو او ویې ویل افغان چارواکو ته یې باور ورکړی چې د افغانستان په مسلو به د پارلېمان په کچه خبرې کوي او په دې لړ کې به سپارښتنې وزیراعظم ته وړاندې کوي.

"د دواړو ملکونو ترمینځ زیاتې مسلې د امنیت په اړه دي. دا شان د ویزو او تجارت مسلې هم شته خو اصل مسله د امنیت ده او ترڅو چې دا مسله نه هوارېږي نو امن نه شې راتلی او دواړو ملکونو ته به مشکلات هم وي."

د دغه پلاوي یو بل غړی میر حاصل خان بزنجو چې د بندرونو او د سامانونو د وړولو وفاقي وزیر هم دی وایې افغانستان کې هم دا خواهش موجود دی چې د دواړو ملکونو ترمینځ د خبرو اترو لپاره لارې خلاصې شي.

د ده په وینا چې افغانستان د هند په مقابله کې له پاکستان سره تعلقاتو ته درناوی ورکوی.

''زه ګڼم، کوم بنیادي څیز چې موږ هلته محسوس کړو نو هغه د اعتماد کموالی وو. ډېر داسي څیزونه وو چې کوم موږ ته رارسېدلی دی نو د هغې هلته څه وجود نه شته او دا شان هلته چې کومې خبرې تللې دي نو دلته یې څه وجود نه شته. هغوی موږ ته وویل چې موږ معاملات ښه کول غواړو او تاسو له دې اندازه ولګوئ، اشرف غني موږ ته وويل چې هند ملګري دی خو پاکستان ورور هېواد دی او موږ له پاکستان سره اړیکې په چا نه شو قربانولی نو ښه به دا وي چې موږ په خپلو کې خبرې وکړو.''

د قامي اسمبلۍ او د پاکستان تحریک انصاف غړې شفقت محمود وایي د کابل دورې د پاکستان او افغانستان چارواکیو ته د یو بل موقف ته د رسېدو موقع ورکړه.

"اول د دواړو ملکونو ترمینځه ورونه بند ول خو اوس دا دی چې د پارلېمان او د حکومت په سطح یو طریقه کار جوړېږي نو انشاالله له دې به خبره مخ پر وړاندې ځي. په افغانستان کې زموږ ښه مېلمستیا وشوه او موږ ته ډېر وخت راکړل شو. د افغانستان له ولسمشر سره زموږ ملاقات څه پنځه شپږ ګنټې وو. دا شان اجرایي ریس عبدالله عبدالله سره څه څلور پنځه ګنټې ملاقات وو نو ډېر وخت راکړل شو او د یو بل د موقف اورېدو موقع ترلاسه شوه. مسلې او لیرېوالې شته خو انشالله معاملات به ښه اړخ ته ځي."

د دې پلاوي او له اورکزې ایجنسۍ د قامی اسمبلې غړی غازی ګلاب جمال وایي: "د دواړو ملکونو ترمېنځه چې کوم خپګان وو او دا غوښتل کېدل چې دوی د مذاکراتو مېز ته راشي نو دا کار موږ وکړو."

د ده په وینا چې موږ د یو بل خبرې په خلاص زړه سره وارېدلې او خبره مو وکړه چې د هغې پلاوی به هم دلته راځي او د ادارو مشران به هم یو بل سره ملاقاتونه کوي.