'افغانستان دې پر پاکستان تورونه نه لګوي'

پاکستان يو واري بیا ويلي دي چې افغانستان دې د خپلو داخلي امنيتي ستونزو تورونه په نورو ملکونو نه لګوي.

نن د جمعې ورځ په خارجه چارو دفتر کې اونیزې خبري غونډې پرمهال د یاد دفتر ویاند نفیس زکریا د افغانستان ولسمشر لخوا د دورې ردولو او په افغانستان کې په ترهګریزو پېښو ککړو وسله والو کابل ته د سپارلو بیان په ردعمل کې ویلي دي چې افغانستان خپلې داخلي معاملې خارجي ګڼي.

،، پاکستان په دې خپل ټینګار جاري ساتلې چې د افغانستان مسلې داخلي دي. د افغانستان لخوا مسلو ته بهرنۍ شکل ورکول او په نور د افغانستان بې ثباتې تور لګول به کمک ونکړي. دا به د ټولو په مفاد کې وي چې داسي تورونه لګولو نه ډډه وکړي ولې چې له دې هېڅ مقصد نه ترلاسه کېږي،،

واضحه دې وی چې افغانستان ته تللې د پارلیماني پلاوي او د ای اېس ای مشر لخوا د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غنی ته د پاکستان د دورې بلنه ورکړل شوې وه خو د افغانستان ولسمشر ویاند په دې لړ کې مطبوعاتو ته ویلي وو چې ولسشمر غني دا بلنه رد کړې ده او ویلي دي چې تر څو پاکستان د مزار شریف، امریکايي پوهنتون کابل او د قندهار بریدونو ذمه واران کابل ته نه وي سپارلي او په پاکستان کې موجودو افغان طالبانو پرضد یې کاروایي نه وي کړې نو تر هغو به د پاکستان سفر نه کوي.

په روانه اونې کې د پاکستان سیاسي او عسکري مشرولې د کابل درې دورې کړې دي.

دې لړ کې د سیمه ایزه او افغان امورو کار پوه رحیم ا یوسفزې وايي چې اړیکې له مخکې نه خرابې دې او نن چې کومه پیښه د چمن په پوله شوی ده نو دا د پاکستان سیاسي او عسکري مشرتابه تر فشار لاندې راوستلای شي.

(مالومیدل چې دوي به اوس یو بل سره خبرې کوي او افغانستان نه به هم یو پلاوې پاکستان ته راشي. پاکستان ولسمشر اشرف غني او اجرایي ریس عبدالله عبدالله ته بلنه هم ورکړې خو پاکستانیان افغانستان ته ځی خو د افغانستان نه څوک نه راځي او اشرف غني انکار کوي نو دا مسلې به څنګه هواریږي؟ زما په خیال د یو لاس نه پړک نه خیژی، دا خو به دواړه هېوادونه هلې ځلې کوي نو بیا به چرته د اړیکو د ښه کیدو امکان پېدا کیږي.)

د سیمه ایزه چارو یو بل کار پوه او خبریال سمیع یوسفزی وایي د افغانستان ولسمشر لخوا یو تریخ بیان مخې ته راغلی دی او دا بیان د دې حقیقت څرګندونه هم کوي چې افغانستان له پاکستان ډېر خپه دی.

،، زما خیال نه دی چې دغه موقف یا مخالفت به تر اخره پورې پاته شي ځکه چې دا د دواړو ملکونو سیاست دی او په سیاست کې یوه خبره اخري خبره نه وی. که دوی غواړي چې مشکلات هوار کړي او اړیکې ښې شي نو دوی دې بیا بیا له یو بل سره کېني او که خبرې ناکامه شي نو بیا دې خبري وکړي ځکه چې که دواړو ملکونو یو بل مشران سفر نه کوي نو له دې سره به تعلقات نور هم خراب شي او د دې ګټه به وسله والو او جهادي عناصرو ته رسېږي.،،

پاکستان او افغانستان دواړه وخت په وخت د یو بل د خاورې نه د وسله والو د بریدونو تورونه لګوي او دې لړ کې دواړو ملکونو د وسله والو فهرستونه هم یو بل سره شریک کړې وو.

د روان کال په فبروري میاشت کې پاکستان د شپږ اویه وسله والو فهرست افغانستان ته حواله کړې وو او دا شان افغانستان هم د پنځه اتیا وسله والو او د دوه دېرش ترهګریز کېمپونو فهرست پاکستان ته ورکړي وو.