منځلاري امانوېل مکرون د فرانسې ټولټاکنې وګټلې

امانوېل مکرون

د اتوار په ورځ د فرانسې ولسمشرۍ ټولټاکنې په دویم پړاو کې منځلاری کاندید امانوېل مکرون بریالی شو.

د رپوټونو پر اساس، مکرون لږ تر لږه ۶۵ فیصده رایې وړې او په اسانۍ یې د سختدریځي ښيلاسي ګوند کاندیده مارین لوپېن ترشا پرېښوه او بریالی شو.

د فرانسې نوي ټاکلي ولسمشر امانوېل امانوېل مکرون د ټاکنو تر ګټلو وروسته، یو وار بیا وویل چې له اروپايي ټولنې سره په د خپل هېواد اړیکې ټینګې ساتي.

د فرانسې د جمهوري ریاست لپاره دواړو وروستیو کاندیدانو، امانوېل مکرون او مارين لوپېن د خپل هېواد او اروپايي ټولنې اړیکو په اړه جلا جلا لید لاره.

منځلاري سیاستوال امانوېل مکرون د ازاد اقتصادي بازار او پر روسیه په اوکراین کې د لاسوهنې له امله د اروپايي ټولنې د اقتصادي بندیزونو د دوام ملاتړی دی.

خو سختدریخې ښيلاسې سیاستواله، مارین لوپېن له اروپايي ټولنې د فرانسې وتلو ملاتړې ده او له روسیې سره د خپل هېواد اړیکو ښه کولو خبرې یې کولې.

افراطي ښي اړخه سیاستواله، مارین لوپن

د امریکا ولسمشریزه ټاکنو کې د ډونالد ټرمپ تر بري او له اروپايي اتحادیې د بریتانیا تر وتلو وروسته، په فرانسه کې د منځلاري سیاستوال امانوېل مکرون بری ښايي د اروپايي ټولنې اندېښنې کمې کړې وي.

د ټاکنو ګټونکی، امانوېل مکرون ۳۹ کلن دی چې مخکې د فرانسې د اقتصاد وزیر هم وو.

هغه تېره شپه د خپل بري په مناسبت په مراسمو کې چې د پاریس ښار لوور موزیم ته نېږدې جوړ شوي و، وویل چې فرانسه به د اروپا دفاع کوي او د فرانسویانو او اروپا اړیکې به پیاوړې کوي.

"د فرانسې ښځو او سړیو، ګرانو وطنوالو! د اوږدې مودې تر سیالیو وروسته تاسو پر ما د باور پرېکړه وکړئ، زه‌ يې ډېره ستاینه کوم. زه به د فرانس، د هغه د حیاتي ګټو، په نړۍ کې د هغه د نامه او پیام دفاع کوم. زه تاسو ته وایم چې د اروپا، د هغه د ولس او ګډ سرنوښت ساتنه به کووم. زموږ تمدن، زموږ د ژوند بڼه، زموږ ازادي، زموږ ارزښتونه، زموږ ګډې هیلې په خطر کې دي."

مکرون: فرانسه به د اروپا دفاع کوي او د فرانسویانو او اروپا اړیکې به پیاوړې کوي.

د فرانسې ولسمشرۍ ټاکنو لومړی دور دوه اوونۍ مخکې ترسره شو چې په هغه کې هم منځلاري سیاستوال امانوېل مکرون تر مارین لوپېن مخکې وو.

مارین لوپېن د کډوالۍ ضد سیاست درلود او غوښتل يې چې د یورو له حوزې هم ووځي.

د اروپايي کمېسیون مشر ژان-کلود یونکر د امانوېل مکرون د بري هرکلی کړی او پر ټویټر یې لیکلي خوشاله دی چې فرانسویانو له اروپايي اتحادیې سره ګډه راتلونکې غوره کړې.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل ویلي، په فرانسه کې د مکرون بری د متحدې او پیاوړې اروپا بری دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم پر خپله ټویټر پاڼه امانوېل مکرون ته د دغې بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، ډېر لېواله دی چې له هغه سره ګډ کار وکړي.

امانوېل مکرون به د اروپايي اتحادیې تر ټولو ځوان ولسمشر شي. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د مې په ۱۴مه د فرانسې د نوي ولسمشر په توګه چې موده‌یې پنځه کاله ده، لوړه وکړي.