'د ترهګرۍ خلاف به فلمي صنعت کاروو'

وفاقي حکومت ویلي دي چې د فلمي صنعت د بحالئ او پرمختګ لپاره اقدامات کوي ځکه چې د ترهه ګرئ او سخت درېزئ پر ضد د فلم په زریعه په موثر انداز پوهه خورېدای شي او امنیت تههم لار هوارېدای شي.

بل پلو د فلم سره د تړلو خلکو وینا ده که حکومت د فلم صنعت سره سره د فنکارانو ژوند ته هم پاملرنه وکړه نو د ټولنې په پرمختګ کې فلم غوره کردار ادا کېدای شي.

د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د پاکستان فلم پالیسۍ په اړه مشاورتي کانفرنس کال ۲۰۱۷ د پراسنتې دستورې ته خپله وینا کې د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب وویل چې پاکستان د فلمونو په زریعه د ترهه ګرۍ او سخت درېزۍ پرضد خپله بیانیه نړۍ ته وړاندې کولې شي نو په دې خاطر حکومت فېصله کړې چې د فلمي صنعت د بحالئ لپاره هر ممکن اقدامات وکړي.

مشال راډیو چې په دې اړه د فلمونوسره د تړلو خلکو نه وپوښتل چې فلم په امن راوستو او د سخت درېزئ پر ضد څومره کردار ادا کولې شي نو د دوی وینا وه چې په یو فلم کې د ټولنې او د رویو عکاسي کېږي نو په دا معنا دوی کولې شي چې په خپلو فلمونو کې امن ته لار هواره کړي.

د پښتو فلمونو او ډرامو اداکار او ډایرېکټر منتظم شاه مشال راډیو ته وویل که چرې فلمې صنعت حکومت په خپله سرپرستئ کې واخستو نو له دې سره به نه یواځې په ترهه ګرئ قابو وموندل شي بلکې د پاکستان اقتصاد ته به هم ډېره ګټه ورسي خو د بده مرغه په پاکستان کې نه فلمي صنعت ته او نه دفنکار ژوند ته څه پام ورکړل شوی.

او بله دا چې له ټولو زیات پښتانه فنکاران له ترهه ګرۍ ځپلې شوي دي نو دوی به په ښه شان وکړای شي چې د ترهه ګرئ پر ضد په فلم کې اواز پورته کړي.

یو بل د فلمونو او ډرامو اداکارطارق جمال مشال راډیو ته وویل باید چې حکومت د فلمي صنعت د پرمختګ او بحالئ سره سره د فنکار د خېر ښېګړې لپاره هم څه اقدامات وکړي د نوموړي په وینا چې په پاکستان کې ښه ښه تکړه تکړه فلم ډایریکټران شته ښه لوستي هنرمندان پکې راغلي دي او د امن لپاره کار هم کولای شي نو که حکومت د دوی سره تماس ونیولي نو دوی به ښه کار وکړي او فلمي صنعت به پرمختګ وکړي.

دې روستیو کې په لاهور کې د فلمونو ډایرېکټرانو او پروډیوسرانو په یوه غونډه کې په پاکستان کې د فلمي صنعت مخ په ښکته تلو باندې اندېښنې څرګندې کړې وې او وویل يې وو چې په پاکستان کې د کال ۱۹۹۰ نه وړاندې ټولې ۷۵۰ سنېماګانې وې چې شمېره يې په کال ۲۰۰۰ کې ۴۳۳ ته راورسېده او له دې روستو د خراب امنیتي صورتحال له وجې اوس په ټول پاکستان کې څه د پاسه سل سنېماګانې پاتې دي.