دې میستورا دفتر د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه مذاکرات به د روانې میاشتې په په ۱۶ مه نیټه به جنیوا کې کېږي او د روانې میاشتې په اخر کې به بیا نوموړی د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته په دې اړه حال ورکړي.
دي میستورا تمه کوي چې تیره اونۍ د قزاقستان په استانه ښار کې د روس، ایران او ترکي په منځګړتوب ترسره شويو خبرو کې په شام کې د خوندي سیمو موافقه عملي شي نو له دې سره به د ملګرو ملتونو مرکچیانو ته د سولې خبرې په مخ بیولو کې موقع برابره شي.
بلخوا د شام د خارجه چارو وزیر ولید المعلم د دوشنبې په ورځ وویل چې په دغه هېواد کې د روس په مشرتابه رامنځ ته شوي خوندي سیمو کې د ډزبندۍ عملي کولو چارې به ملګري ملتونه او یا نړیوال ځواکونه نه ترسره کوي بلکې دغه کار به روسي ځواکونه کوي.
نوموړي خبریالانو ته ویلي چې په دغو محفوظو سیمو کې د موافقې ترمخه که ډزبندي وی، که د مرستو رسد او که نورې هلې ځلې ترسره کول وي دمشق به کله هم د دغه چارو د څارنې لپاره د نورو خارجي ځواکونو ورتګ ته سلا نه شي.
دغه خوندي سیمې چې د راتلونکې میاشتې نه به ټاکل کیږي تمه ده چې پکې د بې وسلې عامو خلکو د تګ راتګ اسانولو لپاره چیک پوسټونه او د انساني مرستو محظوظ رسد شامل وي