"د طالبانو پر وياند احسان الله احسان دې پوځي عدالت مقدمه وچلوي"

د پېښور ارمې پبلیک سکول کې د وژل شویو ماشومانو میندې د خپلو زامنو له عکسونو سره(فايل فوټو)

شهدا فورم هايی کورټ ته په ورکړل شوي درخواست کې غوښتنه کړې چې د وسله والو طالبانو وياند احسان الله احسان پرضد دې په پوځی عدالت کې مقدمه وچلېږي.

د پېښور ارمي پبلک سکول وژل شويو ماشومانو خپلوانو د تحريک طالبان پاکستان "تسليم" شوي وياند احسان الله احسان پرضد په عدالت کې درخواست جمع کړی دی.

د وژل شويو ماشومانو خپلوانو د شهدا فورم په نوم يو تنظيم جوړ کړی چې هم دې سازمان د سېشنبې په ورځ پېښور هايی کورټ ته په ورکړل شوي درخواست کې غوښتنه وکړه چې د احسان الله احسان پرضد دې په پوځی عدالت کې مقدمه وچلېږي.

احسا ن الله احسان پر سکول د بريد مرکزي ملزم وو چې د هغه پوځ ته له تسليمېدو سره دا تمه پېدا شوه چې په بريد کې ککړ نورو کسانو ته به هم سزا ورکړل شي. فضل خان اېډوکېټ

په درخواست کې وفاقي او خېبر پښتونخوا حکومتونه،دفاع وزارت،د بشري حقونو او قانون او انصاف وزارتونه، د پارليماني چارو وزارت، د پوځ مرکز جنرل هېډ کوارټر او د پوځ مطبوعاتو څانګه ای اېس پي ار مشر فريق ګرځول شوي دي.

په درخواست کې ویل شوي چې پر ارمي پبلک سکول حمله ناقانونه ګرځول شوي تنظيم تحريک طالبان پاکستان وياند احسان الله احسان منلې وه او هغه وخت يې د نورو حملو دړکه هم ورکړې وه.

د سپینو جامو هغه د پاکستانیو طالبانو ویاند احسان الله احسان دی

د شهدا فورم مشر او درخواست ورکونکي فضل خان اېډوکېټ د چارشنبې په ورځ مشال رېډيو ته ووېل چې احسا ن الله احسان پر سکول د بريد مرکزي ملزم وو چې د هغه پوځ ته له تسليمېدو سره دا تمه پېدا شوه چې په بريد کې ککړو نورو کسانو ته به هم سزا ورکړل شي.

خو نوموړي زياته کړه چې له احسان الله احسان سره چې څنګه سلوک کېږي نو هغه داسې ښکاري لکه هغه چې بې ګناه وي او هېڅ جرم يې نه وي کړی.

فضل خان اېډوکېټ زياته کړه،

((د احسان الله احسان پوځ ته تر تسليمېدو وروسته هغه پر ميډیا داسې و ښودل شوه چې يا خو معاف کړل شوی وي يا يې د بخښلو اراده شته نو ځکه موږ اندېښمن شو او عدالت ته ولاړو چې هغه ته دې سزا ورکړل شي. ))

د يو وژل شوي ماشوم پلار اجون خان مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان ديت او قصاص قانون له مخې مور يا پلار ته دا حق لري چې قاتل وبخښي يا بيا سزا ورکړي نو د ده په وينا د پاکستان حکومت ته هېڅ اختيار نه شته چې احسان الله احسان معاف کړي.

د ده په وينا د احسان الله احسان په شان کسانو ته معافي ورکول د خپلو بچيانو سباوون په خطر کې اچول دي.

د احسان الله احسان پوځ ته تر تسليمېدو وروسته هغه پر ميډیا داسې و ښودل شوه چې يا خومعاف کړل شوی وي يا يې د بخښلو اراده شته نو ځکه موږ اندېښمن شو او عدالت ته ولاړو. فضل اېډوکېټ

د ناقانونه وسله وال تنظيم تحريک طالبان پاکستان وياند د اپريل په مياشت کې د پوځ په وينا ځان سپارلی وو او د ای اېس پی ار لخوا خپره شوې ويډيو کې هغه د خپلو کړنو اعتراف کوي.

له دې وروسته د پاکستان يو شخصي ټېليويژن له احسا ن الله احسان سره ځانګړې مرکه وکړه خو تر خپرېدو له مخه ورباندې په پاکستان کې سخت تنقيد وشو.

له دې وروسته د پاکستان رسنيو منظمولو حکومتي ادارې پېمرا د مرکې پر خپرولو بنديز ولګولی.

د۲۰۱۴ مېلادي کال ډسمبر پر ۱۶ مه نېټه پر پېښور ارمي پبلک سکول وسله وال بريد کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي وو چې پکې زياتره يې ماشومان وو.