د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې آيي ایس پي آر په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې پرون ( جمعه) د پوځ په سر دفتر کې د پاکستان ، افغانستان او امریکا د پوځي چارواکو یوه غونډه شوې ده. په غونډه کې د سیمې نه د داعش وسله والې ډلې د نوغې ویستلو لپاره په لارو چارو غور اوشو.
د پاکستان ، افغانستان او امریکا پوځي چارواکیو ویلي دي چې سیمه کې د امنیت په ځاي کولو او داعش وسله والې ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره باید په شریکه کار وکړي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې آيي ایس پي آر په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې پرون ( جمعه) د پوځ په سر دفتر کې د پاکستان ، افغانستان او امریکا د پوځي چارواکو یوه غونډه شوې ده.
په غونډه کې د سیمې نه د داعش وسله والې ډلې د نوغې ویستلو لپاره په لارو چارو غور اوشو.
ددې نه وروستو د پاکستان او افغانستان د امنیت په اړه هم یوه غونډه وشوه. په غونډه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د پولې نه د سرغړونو په اړه خبرې وشوې او یو بل سره په مرستو لا ډیرولو ټینګار وشو.