د فاټا د راتلونکي لپاره پر اصلاحاتي بل بحث کېږي

د پاکستان قومي اسمبلۍ (پخواني عکس)

له تېرې اوږدې مودې راهسې د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه بحثونه تاوده شوي دي. د ملک یو شمېر ګوندونه غواړي چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي.

اسلام اباد: د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو استازي وايي چې پر فاټا اصلاحاتي بل به د سیفران په قایمه کمېټۍ کې بحث کېږي.

د دوي په وینا ، د دې بحث هدف دا دی چې د دې اصلاحاتي بل په اړه د بېلا بېلو ګوندونو اندېښنې لرې کړل شي.

د خيېبر ايجنسۍ پارلماني استازي شاه جي ګل اپريدي د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې یاد بل د سيفران وزير عبدالقادر بلوچتېره ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړ.

شاه جي ګل اپريديوویل چې په دې غونډه کې به د کمېټۍ د غړو تر څنګ د هر سیاسي ګوند یو استازی په دې بحث کې برخه اخلي.

د نوموړي په وینا ، په دې درې ورځنیو بحثونو کې به د ملک د قانون وزیر هم موجود وي.

شاه جي ګل اپريدي وویل هڅه دا ده چې دا بل د راتلونکې جمعې په ورځ بیرته پارلمان ته وړاندې کړل شي.

دا له هغه وروسته ده چې په قامي اسمبلۍ کې د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او ځېنو نورو سیاسي مشرانو پر فاټا اصلاحاتي بیل انديښني ښودلې دي.

مولانا فضل الرحمن د فاټا اصلاحاتي بل مخالفت کولو سره ویلي چې باید د فاټا معاملې څخه شخړه جوړه نه کړل شي.

د قبایلي سیمو د یو شمېر سیاسي ګوندونو د روانې میاشتې پر شپږمه نېټه په اسلام اباد کې د ټول ګوندیزې غونډې پر مهال حکومت ته دړکه ورکړې وه.

د یادو ګوندونو استازو ویلي وو چې که حکومت د ورانې مې میاشتې تر ۲۰مه نېټه وړاندې د فاټا اصلاحاتي بل قومي اسمبلۍ ته وړاند نکړ نو دوی به د قبایلي ولس په مرسته اسلام اباد وتړي.

له تېرې اوږدې مودې راهسې د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه بحثونه تاوده شوي دي. د ملک یو شمېر ګوندونه غواړي چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي.

خو یو شمېر بیا غوښتنه کوي چې دا فیصله دې د ټول قبایلي ولس په خوښه وکړل شي.